شمالي کوریا: د ملگروملتونو بندیزونه دجنگ په معنی دي

د شمالي کوریا د بهرنوچارو وزیر وایي چې د ملگروملتونو بندیزونه د شمالي کوریا په خلاف د جنگ په معنی دي. د بهرنوچارو وزیر هغه ملکونو ته د سختو عواقبو خبردارې هم ورکړ چې د ملگروملتونو د دغې فیصلې ملاتړ کوي.

د ملگروملتونو د امنیت شورا په شمالي کوریا باندې د بالیستک توغندیو د ازمیونو وروسته نور بندیزونه ولگول. ملگري ملتونه وایي چې د بندیزونو هدف یې د شمالي کوریا د اتومي پروگرام مخنیوی دی.

د ملگري ملتونو د دغې پریکړې لیک هدف شمالي کوریا ته د تصفیه شوي پټرولیمو واردات تر ٩٠ فیصده راکمول دي.

د شمالي کوریا د بهرنو چارو وزیر په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي دي چې امریکا د شمالي کوریا د اتومي وسلو د وړتیا نه ویریږي او په هغه ملک ورځ تربلې نور سخت بندیزونه لگوي.