د ټرمپ او کیم د ملاقات امکانات زیات شوي

د ولسمشر ټرمپ د هغه ویناگانو نه وروسته چې ویل یې د شمالي کوریا د مشر سره یې ملاقات لغوه کړیدی، یو ځلی بیا دا هیلې پیدا شویدي چې دغه ملاقات به وشي.

په شمالي کوریا کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو خاص ټیم چې د دواړو مشرانو د ملاقات په پلان کار کوي، وایي چې د اونۍ په اخیره کې یې د شمالي کوریا د چارواکو سره گټورې خبرې شویدي.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپل یو ټویټ کې ولیکل چې یو هیت یې د شمالي کوریا په سفر تللی دی او هلته د دواړو مشرانو د ملاقات په پلان کار کوي. همدغه ډول یو بل هیت چې سینگاپور ته تللی دی، د دغه غونډې لپاره د ځاې په ټاکلو غور کوي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر ټرمپ پدی اړه د جاپان د صدراعظم شینزو ابی سره خبرې کړیدي او دواړه مشران به یو ملاقات هم وکړي چې د شمالي کوریا په وړاندې په تگلارې خبرې وکړي.

ټرمپ په خپل ټویټ کې شمالي کوریا ستایلي، هغه لیکلي چې زه پدی باور یم چې شمالي کوریا لوړ ظرفیت لري او یوه ورځ به لوی اقتصادي او مالي ملت وي. کیم جون اون زما سره پدی خبرې موافق دی چې داسې به کیږي.

سپینې ماڼۍ د ولسمشر ټرمپ او د جاپان د صدراعظم د ملاقات د نیټې په اړه څه ندي ویلي.