نیویارک کې د بېزو دانې وبا له کبله بیړنی روغتیايي حالت اعلان شوی

په نیویارک کې روغتیایي کارکوونکي د بیزو دانې ناروغان معاینه کوي

د امریکا د متحدو ایالتونود نیویارک والي اریک ادمز او د روغتیا او رواني حفاظت کمېشنر ډاکټر اشوین واسان د بېزو دانې « monkeypo» وبا د خپرېدو له کبله په دغه ایالت کې بېړنی روغتیايي حالت اعلان کړی دی.

دوی دواړو په یوې ګډې اعلامیې کې ویلی‌ دي چې د نیویارک ښار اوس د دغې وبا مرکز دی او دا مهال د اټکل له مخې ۱۵۰۰۰۰ ښاریان یې له خطر سره مخامخ دي.

دغو مقاماتو ویلي‌ دي: «په تېرو څو اوونیو کې مو چې څومره وس کېده د واکسین او درملنې په برخو کې عاجل اقدام وکړ چې خلک خوندي شي. موږ د خپلو فدرال شریکانو سره کار کوو چې څومره ژر دا [واکسین] راوځي، موږ یې ډېر ترلاسه کړو.»

د نیویارک ایالت د دغو چارواکو په اعلامیې کې همدغه راز راغلي دي چې «له دغې وبا سره باید په ملي او نړیواله کچه په بېړې، اقدام او منابعو» سره مبارزه وشي او د نیویارک په ښار کې د بېړني ‌صحي حالت اعلان «جدي‌ وضعیت» ښکاره کوي.

د جمعې په ورځ د نیویارک والۍ کیتي هوچول هم په یو اجرايي فرمان کې د دغې وبا له کبله دولتي اضطراري‌ بحران اعلان کړ. میرمن هوچول په خپل اجرايي فرمان کې ویلی‌ دي چې په امریکا کې «د بېزو دانې په هرو څلورو پېښو کې یې څه باندې یوه د نیویارک په ایالت کې» ده.

د دې فرمان په اساس د بېزو دانې د واکسین د تنظیم د صحي کارکوونکو شمېر هم زیاتېږي. د روغتیا نړیوال سازمان بېزو دانه بیړنی نړیوال حالت ګڼلی دی.

د دغه سازمان مشر تډروس ادهانوم ګیبریوسس تېره اوونۍ وویل چې د نړۍ څه باندې ۷۰ هیوادونو ته د بیزو دانې ساري ناروغۍ خپریدل یو «فوق العاده» وضعیت دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه ددې سازمان په بیړنۍ کمیټه کې د کارپوهانو ترمنځ په دې اړه عمومي اجماع نشته.

ښاغلي تډروس وویل:" داسې یو ویروس لرو چې د انتقال د نویو لارو څخه ډیر ژر په ټوله نړۍ کې خپور شوی دی او موږ یې ډیر کم په اړه پوهیږو. زه پوهیږم چې دا یو ساده او آسانه پروسه نده او متفاوت نظریات شته."

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د معلوماتو له مخې، د روان میلادي‌ کال د مې میاشتې راپدیخوا د یادې ناروغۍ ۱۶ زره موارد د نړۍ په ۷۴ هیوادونو کې موندل شوي دي.

امریکایي چارواکي‌ وايي‌ د دغې ناروغۍ پېښې د امریکا په ځینو نور وایالتونو کې هم ثبت شوي‌دي.

دا ویروس له یو انسان څخه بل ته انتقالېږي او د انتقال لویه وسیله یې د انسانانو ترمنځ فزیکي او جلدي تماس ګڼل شوی.