د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چارواکي: امریکا کې د "بیزو تڼاکې" ناروغۍ ۲۱ او نړۍ کې یې ۷۰۰ پیښې ثبت شوي


د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د جمعې په ورځ جون دریمه (غبرګولي ۱۲) په امریکا کې د بیزو تڼاکې ناروغۍ د ۲۱ مواردو په ګډون په نړۍ کې ددغې ناروغۍ د ۷۰۰ پيښو خبر ورکړ.

د "CDC" د نوي راپور په حواله، د ۱۷ مواردو څخه شپاړس په هغه کسانو کې موندل شوي چې پکې نارینه له نارینه سره جنسي رابطه برقراره کړېده، او ۱۴ نور موارد ګمان کیږي‌ چې د سفر کولو سره اړیکه ولري.

ټول ناروغان د بیرته ښه کیدو په حال کې دي او یا هم ښه شوي دي او د تلفاتو هیڅ رقم ندی ثبت شوی.

د امریکا د ناروغیو د کنترول او مخینوي مرکز یوې چارواکې جینیفر مک کویسټن خبریالانو ته وویل:" په متحدو ایالتونو کې داسې موارد هم شته چې موږ پوهیږو له نامالومو مواردو سره ارتباط لري."

د بیزو تڼاکې یوه نادره ناروغي ده چې د تڼاکو د ناروغۍ په نسبت ډیره شدیده نده خو د نورو علایمو تر څنګ د خپریدونکي خارښت، تبې او درد لامل کیږي.

دغه ناروغي چې تر ډیره په مرکزي او غربي افریقا پورې محدوده ده د مې میاشتې راهیسې یې بیلګې په اروپا کې لیدل شوي او د هغه راوروسته د هغو هیوادونو شمیر زیات شوی چې دا مرض پکې لیدل شوی دی.

کاناډا هم د جمعې په ورځ جون دریمه نوي ارقام خپاره کړل او ویې ویل چې ددغې ناروغۍ ۷۷ موارد یې ثبت کړي دي چې تقریبا ټول د هغه هیواد په کیوبک ولایت کې ثبت شوي چیرې چې واکسین لیږدول شوی دی.

ښایي چې د بیزو تڼاکې ناروغۍ دغه نوې خپریدنه په اروپا کې د همجنسبازانو له فیستیوال سره رابطه ولري خو تصور نه کیږي چې دا دې د جنسي روابطې له مخې یوه خپریدونکې ناروغي وي ځکه د اصلي‌ خطر عامل له هغه جلد سره د جلد تماس دی چې د بیزو تڼاکې ناروغي ولري.

تر هغه وخته چې د ناروغ تڼاکې له منځه نه وي تللې او نوی پوستکی نه وي جوړ شوی ، ناروغ کولی شي مرض انتقال کړي.

XS
SM
MD
LG