ملګري ملتونه: په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۲.۱ میلیونو افغانانو سره مرستې شوي

د ملګرو ملتونو د بشري اړتیاو د ځواب ویلو د پروګرام د راپور پر اساس، په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې په دې ډله کې ۵۲ فیصده یې ماشومان او ۲۵ فیصده یې ښځې دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د مرستې رسونې د ادارو له خوا د ۱۲.۱ میلیونو اړمنو کسانو سره لږ تر لږه یو ډول بشري مرسته شوې ده.

اوچا د دوشنبې په ورځ سپټمبر دوېیم (وږي ۱۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې دغه شمیر افغانانو دا مرستې له سلو څخه د زیاتو بشرپاله ادارو له خوا ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي: "د عملیاتو د پیچلي چاپیریال باوجود د بشري مرستو کارکوونکو په ټول افغانستان کې خلکو ته د ژوند د ژغورنې مرستې رسولي دي. د جنورۍ او جون ترمنځ میاشتو کې ۱۲.۱ میلیونو وګړو د سلو څخه د زیات شریکانو څخه لږترلږه یو ډول بشري مرسته ترلاسه کړې ده."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره د بودیجې د کمښت یادونه کړې او ویلي دي چې د نړیوالې ټولنې څخه د خپلو بشري پروګرامونو د دوام لپاره یې چې ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو کومه بودیجه غوښتې وه، تراوسه ددغې بودیجې ۷۳۵ میلیونه ترلاسه کړي دي.

اوچا ویلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، خو ملګري ملتونه او شریکان یې ددغه شمیر یوازې ۱۷.۳ میلیونو وګړو ته مرستې برابرولی شي.

اوچا په افغانستان کې د بودیجې د کمښت دا یادونه په داسې حال کې کړې چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) له وړاندې د اضافي بودیجې د نه برابریدو په صورت کې افغانانو ته د خپلو ځینو پروګرامونو د بندیدو خبرداری ورکړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د اګست ۲۵ (وږي څلورم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې ښځې د بودیجې د کمښت لویه بیه پرې کوي او هغوی ژوند د تیرولو لپاره ډیرې کمې پیسې سپموي او ترټولو دروند پیټی پر خپلو اوږو باندې وړي.

د خوړو نړیوال پرګرام ویلي: "په افغانستان کې ښځې د بشري مرستولپاره د بودیجې د کمښت لویه بیه پرې کوي. له یو میلیون څخه زیاتې میندې او ماشومان د بودیجې د کمښت له امله د تغذيي د مرستو څخه نوره ګټه نشي اخیستلی."

د خوړو د نړیوال پرګرام د معلوماتو پراساس په افغانستان کې له وړاندې څلور میلیونه ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ سره لاس او ګریوان دي او د اضافي بودیجې د نه چمتو کولو په صورت کې به وضعیت لا خراب شي.

د کډوالو عالي کمیشنرۍ هم د جولاې د میاشتې په وروستیو کې، په یو راپور کې په افغانستان کې د خپلو پرګرامونو د دوام لپاره د بودیجې د کمښت خبرورکړی وو او ویلي یې و چې "د ټولنې د مشارکت او د ښځو د ځواکمنیدو، هوساینې او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي" پرګرامونه یې د ګواښ او بحران سره مخ شوي او په بیړني ډول اضافي بودیجې ته اړتیا لري.

دغې کمیشنرۍ ویلی چې په روان ۲۰۲۴ کال کې د خپلو پروګرامونو لپاره ۲۱۵.۹ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري چې ددغو پیسو تراوسه [جولاې میاشت] پورې ۹۴.۷ میلیونه ډالر، چې د ټولې بودیجې ۴۴ فیصده جوړوي، تامین او یا هم یې ورسره ژمنه شوې ده.

د ملګرو ملتونو په دې راپور کې ویل شوي چې افغانستان کې نجونې او میرمنې د طالبانو له خوا د کار او زده کړو د حقونو په ګډون د جنسیت پر بنسټ د سختو ګواښونو سره مخ دي.

د بشري مرستو ځینو ادارو هم خبرداری ورکړی چې افغانستان د نړیوالې ټولنې د مشارکت او ملاتړ پرته له یاد څخه د یو هیر شوي بحران باندې د بدلیدو د حالت سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري اړتیاو د ځواب ویلو د پروګرام د راپور پر اساس، په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې په دې ډله کې ۵۲ فیصده یې ماشومان او ۲۵ فیصده یې ښځې دي.

همداشان د ملګرو ملتونو د راپور پراساس، په افغانستان کې په خوارځواکۍ باندې د اخته ماشومانو او میندو شمیر زیات شوي او ۶.۳ میلیونه افغانان په کور دننه د خپلو مینو څخه نورو سیمو ته کډه شوي دي.