ملګري ملتونه: سږکال ۲۶.۵ میلیونو افغانانو سره مرستې شوي

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" وايي چې د مرستو رسونې ادارو د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د اکتوبر تر میاشتې پورې ۲۶.۵ میلیونو افغانانو ته د بیلابیلو پروګرامونو له لارې بشري مرستې برابرې کړي چې له ډلې یې ۲۲.۹ میلیونو کسانو سره مخامخ مرستې شوي.

د اوچا ددغه راپور له مخې چې د پنجشنبې په ورځ ډسمبر۱۴( لیندۍ ۲۳) یې خپور کړی ۲۱.۳ میلیونو افغانانوسره د خوړو او معیشت په برخه کې ۱۳.۷ میلیونو ته روغتیایي خدمتونو په برخه کې، ۸.۹ نورو مرستو ته اړو افغانانو سره د حفظ الصحې په برخه کې مرستې شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې ۴.۸ میلیونو ماشومانو او امیدواره او شیدو ورکوونکو میندو سره د تغذيي ، ۲.۴ میلیونو کسانو سره د خوندیتوب ، دوه میلیونو ماشومانو سره د زده کړو او ۵۹۰ زره نورو کسانو سره د اضطراري سرپناه د برابرولو په برخو کې مرستې شوي دي.

اوچا ویلي:" ددغو مرستو د برابرولو د هڅو لپاره ۸۵۰ میلیونو ډالرو بودیجه په لاس کې وه چې د ۲۰۲۲ کال د بودیجې څخه پاتې وه او سږکال ته انتقال شوې وه چې د روان ۲۰۲۳ کال د نوې بودیجې سره ( اکتوبر تر میاشتې ۱.۲۳ میلیارده ډالره) مصرف شوه".

د اوچا د راپور له مخې د منابعو محدودیت د مرستو د دورو د لنډیدو او مرستو ته اړو کسانو سره د مرستو د کمیدو سبب شوی دی چې له امله یې ۱۸ میلیونو مرستو ته اړ کسانو مرستې ترلاسه نه کړای شوې او ۳.۴ میلیونو نورو کسانو نیمايي مرستې ترلاسه کړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي:" د اړینو تدارکاتو د چمتوکولو او ویشلو لپاره په فوري ډول د بودیجې برابرول، په سرحدونو کې د ځنډ مدیریت، په بازارونو کې نوسانونو کنټرول او په لیرو پرتو سیمو کې له وړاندې د مرستو د ویشلو د موادو شتون ډیر زیات مهم دی".

همداشان اوچا ویلي چې کومو هغو میلیونو کسانو چې مرستې ترلاسه کړي په راتلوونکو میاشتو کې به په دوامدار ډول بشري مرستو ته او د هغې له ډلې خوړو، نغدې پیسو، روغتیايي خدمتونو، زده کړو، مناسبې سرپناه اواوبو ته اړتیا ولري.

اوچا د روان کال ۲۰۲۳ په لسو میاشتو کې افغانانو سره د بشري مرستو د برابرولو دا خبر په داسې حال کې ورکړی چې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسف په یو تازه راپور کې ویلي چې په راروان ۲۰۲۴ میلادي کال کې به د ۱۲.۶ میلیونو ماشومانو په ګډون ۲۳.۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د یونیسف د معلوماتو له مخې افغانستان کې د کورنیو په منځ کې د محرومیت کچه لا هم ډیره پورته ده او ددغه وضعیت پر وړاندې د مقابلې لپاره میکانیزمونه هم نشته دی چې همدا اوس یوازې ۱۶ فیصده افغانان کولی شي خپلې اساسي اړتیاوې پوره کړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغه هیواد سره د یوې خوا د نړیوالې ټولنې مرستې کمې شوي او د بلې خوا طبیعي ناورینونو او اقتصادي بحران د افغانانو ژوند ډیر تریخ کړی دی.

د روان ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د هرات په ولایت د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې درې پرله پسې زلزلې چې له امله یې شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او له ۲۰۰۰ څخه نور زیات کسان په کې ټپیان شو شاوخوا ۱.۶ میلیونو کسانوژوند باندې اغیز کړی دی.

همداشان د پاکستان د حکومت له خوا ددغه هیواد څخه د ۱.۴ میلیونو قانوني اسنادونلرونکو افغان کډوالو د ایستلو د پریکړې وروسته افغانستان ته د پاکستان او ایران څخه شاوخو ۸۰۰ زرو افغانانو ستنیدلو هم په دغه هیواد بحران لا پراخه کړی دی.

ددې سربیره د ملګروملتونو د راپور له مخې اوس مهال په افغانستان کې په کور دننه ضپږ میلیونه بې ځایه شوي کسان هم اوسیږي چې د بشري مرستو ته اړتیا لري.