د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) په یو پیغام کې ویلي چې راډیو لا هم په نړۍ کې یوه تر ټولو په پراخه کچه کارول کیدونکې رسنۍ په توګه پاتې شوې چې خلکو ته په ځانګړي ډول د ناورینونو پر مهال د موثقو معلوماتو په وړاندې کولو چې هغوی ورته اړتیا لري مهم رول لوبوي.
د فبرورۍ ۱۳ په نړۍ کې د راډیو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي. یونسکو ددغې ورځې په مناسبت د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۳ (سلواغې ۲۵) په یو خپور کړي پیغام کې ویلي چې راډیو د خپلو خپرونو له لارې اوریدونکو ته پر حقایقو بنا معلومات وړاندې کوي او د خلکو غږونه د خپلو اوریدونکو پورې رسوي.
یونسکو ویلي: "راډیو په نړۍ کې د یوې تر ټولو زیاتې د باور وړ او په پراخه توګه د کارول شوې رسنۍ په توګه د خپلو خدمتونو د وړاندې کولو دوېیمه پیړۍ پیلوي".
یونسکو په دغه پیغام کې په نړۍ کې د راډیو ټولو مسلکي کارکوونکو، رضاکارانو، چې په هرځای کې دي د هغوی کار ته درناوی څرګند کړی دی.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د راډیو نړیوالې ورځې په مناسب، په یو پیغام کې ویلي چې دا غږېزه رسنۍ د نړۍ په کچه یوه اغېزمنه او د افغانستان په څېر په یوې سنتي ټولنه کې اطلاعاتو ته د لاس رسي مهمه وسیله ګڼلې ده. دغه سازمان ویلي چې راډیو د افغانستان په لرې کلیوالو سیمو کې د ولس لپاره د معلوماتو او اطلاعاتو یوه بېبدیله سرچینه ده.
په دې پیغام کې ویل شوي: "راډیو د ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي مسایلو په تړاو هغو خلکو ته چې له تصویري رسنیو محروم دي، معلومات وړاندې کوي او له بده مرغه چې په هېواد کې د اوسنیو واکمنانو د پراخ او ځپونکي سانسور له امله دا غږېزه رسنۍ له جدي ننګونو سره مخ ده."
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د راډیو نړیوالې ورځې په مناسبت، له نړیوالې ټولنې او د رسنیو ملاتړو بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د راډیو د ارزښت او د هغې د اغېزې پراختیا لپاره همکاري وکړي او د دغې غږېږې رسنۍ د ازادۍ او د خبریالانو د حقونو د دفاع لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.
په دې پیغام کې ویل شوي: "سازمان له هغو ټولو ښځینه خبریالانو څخه منندوی دی چې د راډیو په وسیله د خلکو په ځانګړې توګه افغان ښځو ته د معلوماتو د رسونې په برخه کې خپلې هلېځلې کوي. AJSO ټینګار کوي چې راډیو ته باید د ازادۍ، بېطرفۍ او خوندیتوب په سترګه وکتل شي".
په افغانستان کې په لومړي ځل د راډیو خپرونې د کابل راډیو په نوم د پخواني پادشاه امان الله د واکمنۍ پر مهال په ۱۳۰۷ لمریزکال کې پیل شوې.
د ۲۰۰۲ پورې په افغانستان کې یوازې یوې دولتي راډیو "راډیو افغانستان" خپرونې کولې خو د دغه کال وروسته په دغه هیواد کې د خصوصي راډیوي خپرونو د پیلیدو بهیر پیل شو چې په ترڅ کې یې په تیرو دوو لسیزو کې په کابل او ولایتونو کې په لسګونو خصوصي راډیوي خپروني پیل شوې چې یو وخت په افغانستان کې ددغو راډیوګانو شمیر ۳۰۷ سټیشنونو ته هم رسیدلی و.
خو په دغه هیواد کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته ددغو راډیوي خپرونو شمیر په بې ساري ډول کم شو او اوس مهال شاوخوا ۱۷۰ راډیوګاني فعالې دي.
په کور دننه د دغو راډیوي خپرونو سربیره ځینې نړیوالې رسنۍ د امریکا غږ، ازادۍ او بي بي سي راډیوي په ګډون د ګاونډیو هیوادونو او د سیمې د هیوادونو له خوا هم افغانستان ته راډیوي خپروني کیږي.
د خبریالانو د ملاتړ ځینې نړیوال سازمانونه د دغو راډیوي خپرونو د بندیدو په عواملو کې د اقتصادي ستونزو سربیره د طالبانو د حکومت له خوا په رسنیو او خبریالانو په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانو او رسنیو کارکوونکو باندې پرله پسې بندیزونه او محدودیتونه ګڼي.
د طالبانو حکومت همدا د فبرورۍ د میاشتې په پیل کې په کابل کې دوه خصوصي راډیوي خپرونې وتړلي.
د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ریاست کارکوونکو چې ددغه حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکي هم ورسره وه د فبرورۍ څلورم (سلواغې ۱۶) په کابل کې د بیګم راډیو په دفتر باندې برید وکړ او ددغه راډیو د ښځینه خبریالانو په ګډون یې د کارکوونکو څخه پلټنې وکړې او د هغوی د ګرځنده تیلیفونونو په ګډون یې کمپیوټرونه او هارډ ډیسکونه او هم دوه نارینه خبریالان له ځان سره یوړل.
طالبانو د بیګم راډیو د خپرونو د تړلو ترڅنګ د " ځوانانو راډیو" خپرونې چې د بیګم راډیو په ودانۍ کې يې فعالیت کاوه د دغې رايو برخه ګڼلې او د هغې خپرونې یې هم ځنډولي دي..
د طالبانو د حکومت د اطلاعات او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، چې ددغو دواړو راډیوي خپرونو دوسیه محکمې ته راجع شوې او محکمه به ددغو راډیو خپرونو د فعالیت په اړه پریکړه وکړي.
د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) تیر ۲۰۲۳ کال د رسنیو وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د نږدې دولس زره خبریالانو له ډلې، چې په دغه هیواد کې یې کار کوه نږدې اته زرو یې خپل مسلک پریښی دی.
دغه سازمان په دې راپور کې د ښځینه خبریالانو په اړه ویلي، چې په تیرو دوو کلنو کې شاوخوا ۸۰ فیصده ښځینه خبریالانو خپل کارونه پریښی دی.
ار ایس ایف په دغه راپور کې ویلي، چې د ۵۴۷ رسنیو څخه چې په ۲۰۲۱ کال کې یې فعالیت کوه اکثره یې تړل شوي دي.
په دې راپور کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې د شمیرنو له مخې ویل شوي، چې د ۱۵۰ تلویزیونو څخه اوس ۷۰ تلویزیوني خپرونې فعالیت لري او د ۳۰۷ راډیوي سټیشنونو څخه ۱۷۰ یې لا هم فعالیت کوي. همداشان د ۳۱ خبري اژانسونو څځه اوس مهال ۱۸ اژانسونه لا هم فعال دي..
طالبانو په افغانستان کې پر راډیوي خپرونو باندې د محدودیتونو د لګولو سربیره د تیر ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د نافذیدو وروسته په یو شمیر ولایتونو کې د تلویزیوني خپرونو د بندولو ترڅنګ د ژوندیو موجوداتو د عکسونو او تصویرونو پر اخیستلو او خپرولو هم بندیز لګولی دی.
د خبریالانو د ملاتړ د یو شمیر ادارو د معلوماتو پر اساس طالبانو تراوسه په شپږو ولایتونو نورستان، کندهار، تخار، بادغیس، هلمند او ننګرهار کې هم د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو پر خپرولو بندیز لګولی دی.