پوهنې نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو پر طالبانو د نجونو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستلو غږ کړی

پوهنې نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې ۱۲۲۵ ورځې کیږي طالبانو شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې او ۷۶۵ ورځې کیږي چې پوهنتونونو کې یې ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

د جنورۍ ۲۴ د پوهنې د نړیوالې ورځې سره هممهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د طالبانو له خوا د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د لګیدلي بندیز دوام ته په کتنې ویلي چې واکمن چارواکي باید د زده کړې پر وړاندې دا بندیز سمدلاسه پای ته ورسوي او ټولو نجونو ته ښوونځیو ته د ستنیدو اجازه ورکړي.

د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناماا" د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۴ (سلواغې پنځم) رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې دا ورځ د افغانانو لپاره یوې خواشینونکې ورځې په توګه یاده کړې او ویلي دي چې هیڅ یو هیواد د خپل نفوس نیمايي برخې په بې واکه کولو او شاته پریښودو سره پرمختګ نه دی کړی.

په دې اعلامیه کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا له قوله ویل شوي : "دا یوه خواشینونکې غمیزه ده چې میلیونونه افغان نجونې د زده کړو له حق څخه محرومې شوي دي. هیڅ یو هیواد د خپل نفوس نیمايي برخې په بې واکه کولو اوشاته پریښودو سره پرمختګ نه دی کړی. واکمن چارواکي باید د زده کړې پر وړاندې دا بندیز سمدلاسه پای ته ورسوي او ټولو نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځي ته راستنې شي".

د زده کړې نړیواله ورځ، چې هرکال د جنورۍ په ۲۴ مه نمانځل کیږي، د سولې، پرمختګ او برابرۍ د لاسته راوړلو لپاره د زده کړې پرمهم رول ټینګار کوي. د سږکال شعار، " مصنوعي ځیرکتیا (AI) او پوهنه: د انساني وړتیا جنسیت، نژاد یا جغرافیې پرته د هر چا لپاره د زده کړې د حق درناوی وشي.

یوناما ویلي چې د پوهنې پر نړیواله ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) دا مهمه شیبه د هغو میلیونونو افغان نجونو لپاره د ژورې خواشینۍ او اندیښنې سره نمانځي چې لا هم د زده کړې له بنسټیز حق څخه محرومې دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې واکمنو طالب چارواکو د ښځو او نجونو په ډیرو بنسټیزو حقونو او ازادیو باندې پراخ بندیزونه لګولي دي. "افغاسنتان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په ښکاره توګه ښځې او نجونې په هره کچه د زده کړې څخه منع کوي".

د پوهنې نړیواله ورځ په داسې حال کې په نړۍ کې نمانځل کیږي چې ۱۲۲۵ ورځې کیږي چې طالبانو د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او ۷۶۵ ورځې کیږي چې په پوهنتونونو کې یې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

د طالبانو له خوا د دغو بندیزونو پر خلاف نه یوازې د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او ملګرو ملتونو خپل غږ اوچت کړی او د طالبانو څخه یې ددغو بندیزونو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده، بلکې پخپله یو شمیر طالب چارواکو هم د خپل مشرتابه له خوا دا بندیزونه غندلي او د اسلامي شریعت سره یې په ټکر کې ګنلی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیر محمد عباس ستانکزي ویلي چې و ویلي دي چې د نجونو او ښځو د زده کړو د بندیز پریکړه د "اسلامي شریعت" پر اساس نه ده بلکې د طالبانو د "طبیعت" پر اساس پریکړه ده.

ستانکزي د جنورۍ ۱۸ (مرغومې ۲۹) د ایکس پر خپله پاڼه د خپلې هغې وینا یوه برخه خپره کړې چې د خوست په ولایت کې د یوې دیني مدرسې د فارغونو د فراغت غونډې ته یې په همدې ورځ کړې ده.

هغه ویلي: "په افغانستان کې د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو د تړلو لپاره هیڅ بهانه او دلیل وجود نلري".

شیرمحمد عباس ستانکزي د طالبانو له مشر وغوښتل چې د نجونو او ښځو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیځي.

د طالبانو د حکومت دغه لوړ پوړې چارواکي وویل چې د افغانستان د ۴۰ میلیونو وګړو له ډلې د نیمايي ۲۰ میلیونو پر وړاندې د طالبانو بې عدالتي روانه ده. هغه وویل چې هغوی د قیامت پر ورځ په دې اړه نجونو او ښځو ته ځواب ورکوونکي دي.

خو د طالبانو مشر تر اوسه د نړیوالې ټولنې او پخپله د طالب چارواکو دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د جرمونو د نړیوالې محکمې له پریکړې هرکلی

طالبانو د خپلې شاوخوا درې نیم کلنۍ واکمنۍ پر مهال نه یوازې ښځې او نجونې له زده کړو محرومې کړې، بلکې له کور بهر د کار په ګډون یې د هغوی پر حقونو باندې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي، چې د بشري حقونو د څار د بنسټونو د راپور له مخې ښځې د عام ژوند څخه په بشپړ ډول ځنډې ته شوي دي. د طالبانو ددغو اقداماتو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د غبرګونونو په لړ کې د جرمونو د نړیوالې محکمې یو لوړپوړي څارنوال کریم خان د پنجشنبې په ورځ، جنوري ۲۳ (سلواغې څلورمه)، وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره د پراخ تبعیض له امله د بشریت ضد جرمونو په تور یې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو د امر صادرېدو غوښتنه کړې ده.

د کریم خان د دفتر لخوا په خپره شوې اعلامیه کې، نوموړي ویلي چې د ترسره شویو تحقیقاتو په ترڅ کې موندل شوي معلومات دا باور توجیه کوي چې اخندزاده او د ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو قاضي القضات عبدالحکیم حقاني، "د جنسیت په اساس د ځورونو له کبله د بشریت په وړاندې د جنایت مسؤلیت په غاړه لري."

په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو دا مشران "د افغان نجونو او ښځو... او هغو کسانو چې طالبان یې د نجونو او ښځو [د حقونو] ملاتړي بولي، د ځورول کېدو له کبله د جنایت مسئول دي."

د جرمونو د نړیوالې محکمې ددغه لوړپوړي څارنوال کریم خان دا پریکړه په پراخه کچه د بشري حقونو او د افغان میرمنو د حقونو د فعالانو او بنسټونو له خوا ستایل شوې ده.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ په ګډون دا پریکړه د افغان د میرمنو د حقونو د خوځښتونو د هرکلي سره مخ شوې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغاسنتان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د ایکس په پاڼه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي: "د جنیست پر بنسټ د ځورونې د تورونو په اړه د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د رئیس د تحقیق او د نیولو د حکم د صادرولو لپاره د جرمونو د نړیوالې محکمې پریکړه د عدالت پر وړاندې یو ګام دی. دا پریکنده اقدام دا تائیدوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ راهیسې چې افغان میرمنې او نجونې د کومو شدیدو سرغړونو سره مخ شوي نشي کیدلی او په کار هم نه دي چې باید له پامه وغورځول شي".

ددې سربیره د افغانستان بهر د افغان میرمنو یو شمیر بنسټونو او حقوقي ادارو هم په جلا جلا اعلامیو کې د جرمونو د نړیوالې محکمې ددې پریکړې څخه ملاتړ کړی دی. ددې دمخه د روادارۍ په نوم د افغانستان د بشري حقونو څار بنسټ او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارد بنیټ هم د دغې محکمې دا پریکړه د افغانستان لپاره یوه تاریخي پریکړه یاده کړې وه.

طالبانو لا تراوسه د ملګرو ملتونو دغې اعلامیې او هم د جرمونو نړیوالې محکمې پریکړې ته غبرګون نه دی ښودلی. د طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز دایمي بڼه نلري او دا حکومت د شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نجونو د زده کړو مسله د افغانستان داخلي مسله یاده کړې او ویلي دي چې هڅه کوي دغې مسلې ته دننه په دغه هیواد کې د حل لار ولټوي.