د امریکا صحي چارواکي: کیدای شي ۲۰۲۱ کال ډیر خونړی وي

د امریکا صحي کارکوونکي د کویډ له امله مړ شوی کس انتقالوي

د امریکا صحي چارواکو د چهار شنبې په ورځ ډسمبر ۲۲ (مرغومي لومړۍ) وویل کیدای شي ۲۰۲۱ کال د ۲۰۲۰ کال په پرتله ډیر خونړی کال وي.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په مرکز کې د مړینو د ارقامو د څار د برخې مسول رابرټ انډرسن وایي دا یو څه وخته ده چې په یقین سره وویل شي ځکه د نومبر او ډسمبر د وژل شویو راپورونو به څو اوونۍ وخت ونیسي خو هغه زیاته کړې چې د شته معلوماتو له مخې، داسې ښکاري چې ۲۰۲۱ کال به احتمالا د تیر کال په نسبت ډیر تلفات ولري او شاوخوا ۱۵ زره به ډیر وي.

د امریکا صحي چارواکي وایي ۲۰۲۰ کال د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ډیر خونړی وو او اکثریت کسان د کرونا ساري ویروس له امله ووژل.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکز د وروستي راپور له مخې چې د چهار شنبې په ورځ خپور شو، ښکاره کوي چې ۲۰۲۰ کال د یادې ادارې په تاریخ کې تر ټولو ناوړه کال وو.

راپور د تیر کال په جریان کې په امریکا کې د مړو شویو وروستی رقم ښکاره کوي او څرګندوي چې په هغه هیواد کې کابو درې میلیونه و درې سوه و څلور اتیا زره کسان وژل شوي چې د روان کال په لومړیو کې د ابتدایي نتایجو په پرخه د ۲۵ زره کسانو زیاتوالی ښکاره کوي.

انډرسن وایي د ابتدایي او وروستیو ارقامو ترمنځ دا ډول زیاتوالی معمولي وي خو د ۲۰۲۰ توپیر له معمول څخه لوړ وو ځکه له یو شمیر ایالتونو څخه د مړینو ارقام په الکترونیکي سیستمونو کې په ځنډ سره داخل شول.

د امریکا دغه صحي چاوراکی وایي ددې احتمال شته چې امریکا په ۲۰۲۱ کال کې د څه باندې ۳.۴ میلیونو کسانو د مړینې شاهده پاتې شي. نور متخصصین وایي سږ کال به د وژل شویو شمیر د ۲۰۲۰ کال په شان یا به هم تر هغه لوړ وي.

ددغو مړینو یو ستر دلیل کویډ نولس دی کوم چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ میاشتې په شاوخوا کې یې امریکا سخته وځپله او د زړه د ناروغۍ او سرطان وروسته د مړینې دریم ستر دلیل ګڼل کیږي.

کویډ نولس تر کال د مړینو تر ټولو عمده دلیل وو چې له امله یې کابو۳۵۱ زره کسان ووژل شول.

انډرسن وایي د سږ کال شمیرې له وړاندې ۳۵۶ زره دي‌ او وروستي ارقام کیدای شي ۳۷۰ زرو کسانو ته ورسیږي.

د مړینو په کلنیو شمیرو زیاتوالی غیر معمولي خبره نده. له کوید مخکې د ۲۰۱۸ په پرتله په ۲۰۱۹ کال کې د مړینو شمیر کابو شپاړس زره لوړ شو.

صحي چارواکي وایي دا ښکاره ده چې د اکثریت مړینو علت کرونا ویروس دی خو هغوی زیاتوي هیله من دي چې د کرونا واکسین وکړای شي د مړینو رقم راکم کړي.