د لاس رسي وړ اتصالات

فایزر: د کرونا واکسین تقویتي دوز د اومیکرون په وړاندې ګټور دی


فایزر شرکت د چهار شنبې په ورځ ډسمبر اتمه (لیندۍ ۱۸) اعلان وکړ چې ددې شرکت تقویتي دوز ممکن د کرونا ویروس د نوې ډول اومیکرون په وړاندې په کافي اندازه معافیت رامنځ ته کړي.

د درمل جوړونې فایزر - بایونټیک شرکت اعلان کړی که‌ څه هم ممکنه ده د هغوی د واکسین لومړي دوه دوزه د اومیکرون په وړاندې په کافي اندازه معافیت رامنځ ته نکړي، خو د هغوی کلینیکي ازماېښ ښکاره کوي چې یو دوز تقویتي واکسین په یوه انسان کې د اومیکرون په وړاندې د مبارزې په هدف د انټي بادي سطحه تر ۲۵ سلنه زیاتولی شي.

هغه نمونې چې د تقویتي دوز له تطبیق یوه میاشت وروسته اخیستل شوي، ښکاره کوي چې د اومیکرون د خنثی کوونکي انتي بادي کچه په هغه اندازه ده چې د واکسین لومړیو دوزونو د کرونا ویروس په وړاندې رامنځ ته کړې وه.

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د فایزر شرکت موندنې ډیرې "هیله بښونکي" بللي خو خبرداری یې ورکړی چې دا "لابراتواري راپور دی او ډیر مطالعات د ترسره کیدو په حال کې دي."

پوهان تر اوسه نه پوهیږي چې اومیکرون تر کومې کچې کیدای شي خطرناک ووسي.

اوسمهال تر ټولو خطرناک ډول دلتا دی چې په امریکا او نورو هیوادونو کې د کرونا د ناروغۍ او ډیرو مړینو لامل کیږي.

خو اومیکرون چې د تیرې میاشتې په وروستیو کې د لومړي ځل لپاره په سهیلي کوریا کې تشخیص شو، په غیر عادي ډول خپریدونکی دی او پوهان هڅه کوي د ویروس د خپریدو د سرعت او دا چې آیا دا ویروس د تیرو ډولونو د خیفیفو یا هم شدیدو شکلونو څخه دی،‌ پیدا کړي.

پر دې سربیره دا تر اوسه معلومه نده چې اومیکرون ویروس تر کومې کچې کولی شي د تیرو واکسینونو په وړاندې مقاومت وکړي.

د فایزر تازه موندنې چې په یوې مطبوعاتي اعلامیه کې خپرې شوي، مقدماتي دي او تر اوسه علمي څیړنې پرې ندې شوي. خو فایز او بایونټیک چې د کرونا واکسین لومړي تولیدونکي دي، پر تقویتي دوز څیړنو پیل کړي څو روښانه کړي آیا د محافظت په برخه کې لوی توپیر رامنځ ته کولی شي که نه.

فایزر او بیونټیک اوسمهال د داسې یوه ځانګړي‌ واکسین په جوړیدو کار کوي چې د اومیکرون په وړاندې مبارزه وکړای شي.

موډرنا او جانسن انډ جانسن شرکتونو هم ویلي دي چې اوسمهال د کرونا د اومیکرون شکل په وړاندې د خپلو واکسینونو د موثریت په ارزونو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG