د لاس رسي وړ اتصالات

اومیکرون د امریکا په ۱۵ ایالتونو کې تثبیت شوی 


د اومیکرون کرونا بڼه لومړی په افریقا کې وموندل شوه
د اومیکرون کرونا بڼه لومړی په افریقا کې وموندل شوه

د امریکا د متحدو ایالتونو د ناروغیو د وقایې او کنترول مرکز وايي چې د کرونا ویروس نوې بڼه «اومیکرون» د امریکا په ۱۵ ایالتونو کې تثبیت شوی خو لا هم امریکا کې د «دلتا» ویروس د ډېرو ناروغیو لامل دی.

د متحدو ایالتونو د ناروغیو د وقایې او کنترول مرکز مشرې روشل والنسکي وویل: « لسګونه پېښې [د اومیکرون] لرو او په اړه یې تحقیق کوو. هره ورځ د [اومیکرون کرونا ویروس] له زیاتو پېښو خبرېږو او داسې ښکاري چې شمېر ورځ په ورځ زیاتیږي.»

د رویټرز خبري ‌اژانس وايي چې د کرونا ویروس دا نوې بڼه په کالیفورنیا، کلوراډو، کنیتیکت، هاوایي، مریلنډ، ماساچوستس، مینسوتا، میزوري، نبراسکا، نیوجرسي، نیویارک، پنسلوانیا، یوتا، واشنګټن او ویسکانسن کې تثبیت شوي‌ دي.

د لویزیانا په ایالت کې هم د کروناویروس د دغې نوې بڼې یوه مشکوکه پېښه راپور شوې ده او امریکایي‌ چارواکي وايي چې په نیوجرسي کې چې کوم کس په دغه ویروس ککړ شوی، جورجیا ایالت ته یې سفر کړی و.

په همدې حال کې مېرمن والنسکي وايي چې هره ورځ په امریکا کې له ۹۰زرو څخه نیولې تر ۱۰۰زرو پورې کسان د کرونا په ویروس اخته کیږي چې ۹۹.۹ پېښې یې د «دلتا» ویروس له کبله دي.

د کروناویروس نوې بڼه «اومیکرون» په لومړي ځل په جنوبي افریقا او ګاونډیو هېوادونو کې خپره شوه او په چټکۍ سره په اسیا، اروپا، امریکا او استرالیا کې یې هم پېښې وموندل شوې.

لا معلومه نه ده چې دا ویروس څومره ساري دی او ایا د کروناویروس ضد واکسین سره مقاومت کولای شي که نه.

د طب د برخې پوهان په دې اړه په پلټنو بوخت دي‌ او امریکايي چارواکي ‌وايي ژر به یې په اړه معلومات خپاره کړي.

XS
SM
MD
LG