بایډن : د اوکراین سره د مرستې لایحې سره مخالفت د "پوتین په خوښې" کار کول دي

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس، جو بایډن

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن سه شنبې، فبروري شپږمه (سلواغې ۱۷) خبرداری ورکړ چې د اوکراین سره د مرستو لپاره وخت مخ په خلاصیدو دی او دا یې هم ویلي که کانګرس د کیف لپاره تازه مرستې منظورې نکړي، هغه څه به وکړي چې کرملین یې غواړي.

ښاغلي بایډن په مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ملامتي واچوله چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت پر سر سیاست کوي.

بایډن په ټرمپ انتقاد وکړ چې په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند په غړیو فشار راوړي چې که د کډوالو مهار کولو لپاره جدي اقدامات ونشي، دوي دې د اوکراین سره د مرستو لایحه نه منظوروي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس وویل: " مونږ اوس (اوکراین ) یوازې نشو پریښودی. دا هغه څه دي چې پوتین یې غواړي. د دې لایحې ملاتړ د پوتین خلاف دریدل دي او مخالفت یې د پوتین په خوښې کار کول دي."

سره لدې چې د استازو مجلس جمهوري غوښتونکي ټینګار کوي چې د اوکراین سره مرستې به پدې شرط منظوروي چې د کډوالۍ په خلاف جدي اقدامات وشي خو داسې ښکاري چې په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو د ټرمپ فشار ته ځواب ووایه او د دیموکراتانو سره یې د اوکراین لپاره د مرستو لایحه منظوره نکړله.

د جمهوري غوښتونکو دا مخالفت پدې معنا چې اوکراین به پداسې حال کې وسلې او مهمات چې سخته اړتیا ورته لري، تر لاسه نکړي چې پدې هیواد د روسیې یرغل دریم کال پیل کیږي.

د اوکراین سره د مرستو سره د مخالفت تر څنګ، د استازو مجلس غړیو سه شنبه په رایه ګیرۍ کې د اسرائیل سره د ۱۷.۳ ملیارد ډالرو مرستو جلا لایحه رد کړله چې انتقاد کوونکو "بدبینانه" بللې.

د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړیو چې اکثریت هم ورسره دی، وروسته تر هغه د دې لایحې پر سر د رایه ګیرۍ غوښتنه وکړله چې د سنا مجلس د همدې تیرې یکشنبې په ورځ د اسرائیل او اوکراین سره د مرستو تر څنګ د کډوالۍ مهارولو لپاره هم د جدي اقداماتو لپاره پکې پیسې بیلې شوې وې.

د سنا په مجلس کې دیموکراتان اکثریت څوکۍ لري.

د لګښتونو دې لایحې لپاره چې ۱۱۸ میلیارده ډالر دی ملاتړ پداسې حال کې مخ په کمیدو دی چې مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکو څخه غوښتي چې د نومبر میاشتې وړاندې چې د جمهوري ریاست انتخابات کیږي، ښاغلي بایډن ته په کانګرس کې کامیابي ورنکړل شي.

د استازو مجلس مشر مایک جانسن د سرحدي چارو او بهرنیو مرستو لایحې څرګندیدو څخه سمدستي ویلي و چې دې مجلس ته رسیدو سره سم به دا لایحه "مړه" وي. پدې ۱۷.۶ میلیارد ډالرو اسرائیل ته نظامي مرستې ورکول کیدې. په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان دواړه د اسرائیل سره ټینګ ملاتړ لري.

د دې لایحې لپاره ۱۶۷ دیموکراتانو او ۱۳ جمهوري غوښتونکو د مخالفت رایې ورکړي.