د پاکستان په پارليمان کې اپوزیسیون ګوندونو د محمود خان اڅکزي په مشرۍ غونډه کې له ګاونډي هېواد افغانستان سره د اړيکو ښه کولو او دوه اړخيزې سوداګرۍ پر پیاوړي کولو ټینګار وکړ.
دا غونډه د جنورۍ پر شپاړسمه (مرغومي ۲۸) پارلمان کې د مخالفو ګوندونو په خونه کې وشوه. پر دې مهال د پاکستان تحريک انصاف يوه مخکښ او د پارلمان مخکیني مشر اسد قيصر وويل چې، په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره له افغانستان سره د ډیپلوماټیکو اړیکو ښه کولو ته اړتیا ده.
د نوموړي په وینا، له افغانستان سره د اړیکو ښه کولو لپاره اغېزمنه ډیپلوماسۍ په کار ده چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له افغانستان سره سوداګرۍ ته وده ورکړي.
هغه وویل: "که په افغانستان کې امن وي نو د هغه اغېز به هرومرو پر پاکستان کېږي، خو که هلته بدامني وي نو بده اغېزه به يې په پښتونخوا او په خاصه توګه په قبايلي سيمو هم پرېوځي."
په اسلام اباد کې د اپوزیسیون د اوسنۍ غونډې په اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يوه مشر عبدالرحيم زيارتوال د جنوري په ١٦ ( مرغومي ٢٧) له امريکا سره په خبرو کې وویل: "موږ وايو چې د پاکستان حکومت د چا په خوله د ډيورنډ پر کرښه پر سوداګرۍ بنديز لګولی دی او زموږ ولس يې له فقر سره مخامخ کړی. "
نوموړي په خپلو څرګندونو کې غوښتنه وکړه چې پر ډيورنډ کرښه دې تګ راتګ د پخوا په څېر پرانیستل شي او د دواړو هېوادونو سوداګري بايد چې جريان ولري.
هغه وویل: "پاکستان خام مال راوړلو ته اړتيا لري او تيار مال لېږلو ته هم ضرورت لري خو بيا هم نه پوهېږم چې داسې احمقانه کارونه ولې کوي. "
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند عبدالرحيم زيارتوال زیاته کړه، پاکستان بايد خپله کورنۍ او بهرنۍ تګلاره پر داسې اصول جوړه کړي چې د قامونو او ولسونو په خوښه وي او پارليمان خپلې پرېکړې په خپله وکړي او له ګاونډي هېوادونو سره خپلې اړيکې سمې کړي.
بلخوا له خیبر ضلعې څخه د پاکستان تحريک انصاف ( پي ټي ای) پارلماني استازی اقبال اپرېدی وايي چې د پاکستان خو له خپل ګاونډي دښمن هېواد هند سره پر پوله ډېرې ښې اړيکې دي او د سوداګرۍ په برخه کې هېڅکله داسې پېښې نه کيږي لکه پر تورخم، چمن، غلام خان يا نورو دروازو چې رامينځ ته کېږي.
نوموړي د جنوري په ١٦ ( مرغومي ٢٧) امريکا غږ ته وويل، "موږ په وار وار دا خبره کړې ده چې د پښتنو په سيمه کې چې کومې دروازې دې نو له افغان حکومت سره په شريکه دې دا دروازې پرانيستل شي، او د ويزې شرط دې له مينځه يوړل شي".
اقبال اپرېدی زیاتوي، د پښتنو کاروبارونه تباه شوي دي ځکه چې د کرښې دواړو خواوو ته پښتانه اوسېږي هغه ویل پر سوداګرۍ لګول شوې تعارفې دې هم زغرده ختم کړل شي.
د پاکستان په پارلمان کې د مخالفو ګوندونو د غونډې په اړه په پېښور کې خبريال او د سيمه ايزو چارو شننونکی شميم شاهد وايي له افغانستان سره اړيکې سمول او سوداګرۍ ته لار هوارول د سياسي ګوندونو د وس خبره نه ده بلکه دا د بلچا (پوځ) په لاس کې ده او هغه دې ته چمتو نه دی چې له افغانستان سره دې اړيکې سمې شي او سوداګرۍ ته دې وده ورکړل شي يا دې سوداګري ښه شي.
نوموړي امريکا غږ ته وويل، له افغانستان سره په اړيکو او تګ راتګ کې چې څومره شکايتونه راغلي دي هغه ټول د پاکستان تحريک انصاف ( پي ټي ای) په مخکیني حکومت کې وو ځکه چې د پي ټي ای سياسي مشرانو د بلچا په خوله غلطې فيصلې کولې او د زيان يې ولس ته رسېږي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ دا مهال ډپلوماټیکې او سوداګریزې اړیکې د اسلام آباد له لوري په بیا بیا له کابل څخه د هغه غوښتنو پرسر ترینګلې شوي دي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پروړاندې دې اقدام وکړي چې په ادعا یې په پاکستان کې د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې څخه کار اخلي. خو د طالبانو حکومت دا تورونه تل په کلکه رد کړي دي.