پاکستان کې د تېرو دریو میاشتو د ناامنۍ په پېښو کې ۳۸۰ کسان وژل شوي - راپور

عکس: ارشیف

په پاکستان کې د امنیتي وضعیت څېړونکې ادارې وايي چې په دغه هېواد کې په تېرو دريو مياشتو کې په وسله والو بريدونو او د تشدد په نورو پېښو کې شاوخوا ۳۸۰ کسان وژل شوي دي.

په پاکستان کې "د څېړنو او امنیت د مطالعاتو مرکز" په نامه څېړنيزې ادارې د جون پر ۳۰ مه (چنګاښ ۱۰) په خپاره کړي درې میاشتني راپور کې ويلي چې د ۲۰۲۴ په اپرېل، مې او جون مياشتو کې په وسله والو بریدونو او پوځي عملیاتو کې زياتره مرګ ژوبله په خيبر پښتونخوا ايالت او ورپسې په بلوچستان ايالت کې اوښتې ده.

راپور زياتوي چې په دې پېښو کې لږ تر لږه ۲۲۰ کسان ژوبل شوي هم دي.

امنیتي شنونکي وايي د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې په پاکستان کې په تېره د پښتنو په سیمو کې ناکراري زیاته شوې ده.

د سياسي او امنيتي چارو کارپوه فخر کاکاخېل امریکا غږ ته وویل: "د دې لویه وجه دا کېدای شي چې د پاکستاني پوځ د ضرب عضب عملیاتو په نتیجه کې ګڼ وسله وال افغانستان ته واوښتل، خو هلته [افغانستان کې] چې طالبان واکمن شول نو هغوی [وسله وال] بیرته دې غاړې ته راغلل. "

فخر کاکاخېل د دې پړه د عمران خان په مشرۍ پر پخواني حکومت هم اچوي او وايي د هغه په حکومت کې په پاکستان کې نیول شوي ډېر وسله وال پرېښودل شول او بل داسې رپوټونه هم ول چې له افغانستان] څخه "په لوی شمېر وسله وال" خیبر پښتونخوا ته راغلل، ځکه چې”له هغوی سره خبرې شوې وې چې تاسو خپلو سیمو ته راشئ، تاسو ته به هېڅ نه ویل کېږي، خو تاسو به هېڅ ترهګري نه کوئ. “

کاکاخېل زیاته کړه، مخالف سیاسي ګوندونه تور پورې کوي چې په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت وسله والو ډلو ته قلنګ ورکوي، په ځانګړي ډل د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند وايي چې "وسله والو ډلو ته د خیبر پښتونخوا له سرکاري خزانې لس فیصده پانګه ورکول کېږي."

فخر کاکاخېل وویل که یوخوا دلته [خیبر پښتونخوا] کې ناکراري او بدامني ده، له بلې خوا پر وړاندې یې سیاسي مشرتابه همغږي نه دي.

دا مطلب هم ولولئ د پاکستان د دفاع وزير: که اړتيا وي د افغانستان دننه د وسله والو پټنځایونه په نښه کولای شو

د څېړنو او امنیت د مطالعاتو مرکز په خپل راپور کې ويلي چې په تېرو دریو میاشتو کې په وژل شویو کسانو کې ۶۲ سلنه یې عام وګړي، حکومتي کارکوونکي او د امنیتي ادارو غړي او پاتې ۳۸ سلنه یې وسلوال دي.

راپور ليکي چې د ۲۰۲۴م کال د لومړيو دريو مياشتو (جنوري، فبروري او مارچ) په پرتله په تېرو دريو میاشتو (اپرېل، مې او جون) کې د تشدد پېښې ۱۲ سلنه کمې شوې دي.

د ۲۰۲۴م کال په لومړيو دريو مياشتو کې په وسلوالو بريدونو او پوځي عملياتو کې ۴۳۲ کسان وژل شوي ول.

فخر کاکاخېل وايي، په خیبر پښتونخوا کې یوازې پوځ او د پوځ استخباراتي ادارې فعالې دي، خو پولېس "ډېر بې وسه او بې طاقته" ښکاري. هغه زیاتوي چې په روان تاوتریخوالي کې د پاکستان امنیتي ځواکونو ته سخته مرګژوبله اوښتې ده.

کاکاخېل وویل: "د پاکستان مهمې رسنۍ د دې پېښو پوښښ نه کوي خو ښکاري داسې چې یو بل سور سېلاب راروان دی، چې تر اوسه یې زموږ دروازه ټکوله خو اوس راننوت."

په پاکستان کې د مرګژوبلې تازه راپور وروسته له هغه خپور شوی چې د جون پر ۲۳مه د پاکستان د صدراعظم شهباز شريف په مشرۍ د ولسي او پوځي مشرتابه يوې لوړپوړې کمېټې په خپله غونډه کې پرېکړه وکړه چې د ترهګرۍ پرضد به په هېواد کې د "عزم استحکام" په نامه نوي پوځي عملیات پيلوي.

په خيبر پښتونخوا کې ګڼو سياسي ګوندونو او قبايلي مشرانو د دې عملياتو سره مخالفت ښودلی او دا يې د ولس د ځورونې، بې کورۍ او د هغوی پر وسيلو او شتمنيو د ولکې پلمه بللې ده.

د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې له اوږدې مودې راهيسې ناامني روانه ده چې پرضد يې ولسونو پراخې مظاهرې او جرګې کړې دي. بلخوا انتظامي او امنیتي چارواکي وايي چې په بېلابېلو سیمو کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.