د پاکستان حکومت له دوو نړیوالو شرکتونو سره په بلوچستان کې د سرو زرو او مسو د یو لوي کان کې د کیندلو په اړه څو کلنه حقوقي قضیه حل کړه. خو بلوڅ ګوندونه یې نه مني.
د کاناډا د «بارېک » د سرو زرو او د چیلي د «انټو فیکسټا» شرکتونو په ۲۰۱۱ کې د بلوچستان د «ریکو ډک» په کان کې کارونه ځنډولي وو، د پاکستان حکومت هغه وخت دوی ته د دغې پروژې د پیلولو جواز نه و ورکړی چې بیا حقوقي دعوه پیل شوه.
اوس تازه د پاکستان حکومت اعلان کړی دی چې له دغو شرکتونو سره یې دا حقوقي قضیه حل کړې ده او په دغو کانونو کې به کارونه بیا پيل شي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په دې کار سره به «پاکستان له پورونو خلاص او د پرمختګ او سوکالۍ» نوې پړاو ته داخل شي.
هغه لیکلي دي: «زه ملت او د بلوچستان خلکو ته د بارېک د سرو زرو [کمپنۍ] د ریکو دیک کان د پراختیا د بریالي تړون، چې له لس کلنې حقوقي دعوې او مذاکراتو وروسته وشو، مبارکي وایم. د ۱۱ میلیاردو ډالر جریمه به لېرې شي، ۱۰ میلیارد ډالر به په بلوچستان کې پانګونه وشي او ۸۰۰۰ نوې دندې به وموندل شي.»
I congratulate the nation & ppl of Balochistan on successful agreement with Barrick Gold for development of RekoDiq mine after 10 years of legal battles & negotiations. Penalty of approx $ 11 bn is off set, $10 bn will be invested in Balochistan creating 8000 new jobs.
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) March 20, 2022
دا کان په جنوبي اسیا کې «تر ټولو ستر کان» بلل کېږي.
د پاکستان د صدراعظم عمران خان دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې له «بارېک » د سرو زرو له شرکت سره به د نوي قرارداد له مخې پاکستان ته هغه ۱۱ میلیارد ډالر جریمه بخښل کېږي چې د نړیوال بانک یوې درېیمګړې محکمې په دې قضیې کې پرې اېښې وه.
اعلامیه وايي چې د دغې پروژې یو میلیادر ډالر به د سړکونو، ښوونځیو، روغتونونو او د کان د روزنې د تخنیکي انستیتوتونو په جوړولو لګول کېږي.
د صدراعظم دفتر وايي چې د دغه کان ۵۰ فیصده ګټه به د «بارېک» د سرو زرو کمپنۍ او ۵۰ فیصده به یې پاکستان اخلي چې بیا به د فدرال او ایالتي حکومتونو ترمنځ مساوي وېشل کېږي.
د پاکستان د انرژۍ فدرال وزیر حماد ازهر خبري کنفرانس ته وویل چې دا به په پاکستان کې تر ټولو لویه پانګونه وي.
خو په بلوچستان کې بلوڅ ګوندونه وايي چې د حکومت دا تړون ورته د منلو نه دی.
د امریکا غږ ډیوه څانګه وايي چې د بلوڅ ملت پاله «نیشنل ګوند» مشر جان محمد بلوڅ ویلي دي چې دا تړون د بلوڅو د «وسایلو د لوټلو او قبضې په معنا دی او دا د منلو» نه دی.
ځینې کارپوهان په دې باور دي چې هره پروژه چې د سیمې د خلکو په رضات او خوښه عملي نشي، د منلو نه ګڼل کېږي.
بلوچستان د پاکستان یو نا ارامه او بې وزله ایالت بلل کېږي. دغلته بلوڅ بیلتون غوښتونکي له څو کلونو راهېسې د پاکستان د حکومت په مخالف وسله واله مبارزه کوي او وخت نا وخت د کارنونو او نورو عمراني پروژو په کارکوونکو او امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.