پاکستان افغانستان ته د هند د مرستو د ترانزیت اجازه ورکړه

د پاکستان کابینې د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ ۲) دا تائید کړه چې خپل سیال هیواد هند ته اجازه ورکړي څو ددغه هیواد له خاورې افغانستان ته د غنمو د لیږد لپاره کار واخلي.

د لومړي وزیر عمران خان دفتر ویلي دي چې اسلام آباد به هم د هند په اندازه ۵۰ زره مټریکه ټنه غنم افغانستان ته واستوي.

د عمران خان په مشرۍ د کابینې له غونډې وروسته د هغه هیواد د معلوماتو وزیر فواد چوهدري یوه خبري کنفرانس ته وویل:"موږ د هند له خوا افغانستان ته د ۵۰ زره ټنه غنمو د لیږد اجازه ورکړه."

نوموړي وویل که څه هم نوي ډهلي ددې اعلان په اړه څه ندي ویلي خو زیاته یې کړه پکار ده چې له افغانستان سره له هرې لارې بشري مرستې وشي.

پاکستان د کلونو راهیسې له افغانستان سره د هند هر ډول تجارتي او ترانزیتي اتصال رد کړی دی. له هغه وخته چې پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې له هند څخه جلا شو، دواړو ګاونډیو هیوادونو درې ځله جګړه کړې ده.

د لومړي وزیر عمران خان دفتر د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي دي چې اسلام آباد به د ۲۸.۶۵ میلیونو ډالرو په ارزښت افغانستان ته بشري مرستې واستوي.

د پاکستاني چارواکو په وینا په دغو مرستو کې به د ۵۰ زره مټریکه ټنه غنمو په ګډون، خوراکي توکي، د بیړنیو صحي خدماتو تجهیزات، ژمنۍ سرپناوي او نور مواد شامل وي.

پاکستاني چارواکي وایي هغوی به همدارنګه افغانستان ته د هغو افغان ناروغانو د ستنیدو زمینه هم مساعده کړي چې د تداوي لپاره هند ته تللي دي.

د جګړو، وچکالۍ، کویډ نولس او د نړیوالو مرستو د کمیدو له امله په میلیونونه کسان په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له لوږي او قحطۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام په وینا، په افغانستان کې په څلورو کلونو کې د دویمې وچکالۍ له امله د غنمو محصولات ۴۰ سلنه کم شوي او د خوراکي‌ موادو قیمتونه لوړ شوي دي.

یاد سازمان وایي افغانستان د ۲.۵ میلیونه ټنه غنمو له کموالي سره مخ دی او یوازې د هغه هیواد ۵ سلنه نفوس کافي خواړه لري.