د پاکستان پوځ خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د شپږو وسله والو د وژلو ادعا کړې

د پاکستان پوځ وياند خبریالانو ته ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ۳۲ زره ۱۳۷ عملیات کړي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ پوځي افسران او سرتېري وژل شوي دي

د پاکستان پوځ د خيبر پښتونخوا ايالت په مومند ولسوالۍ او د بلوچستان ايالت په قلات ولسوالۍ کې د شپږو وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.

د پوځ مطبوعاتي څانګې د سپټمبر پر اوومه (وږي ۱۷) په جلا جلا خبرپاڼو کې ليکلي چې امنيتي ځواکونو د سپټمبر شپږمې او اوومې ترمنځ شپه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په قلات کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې دوه وسله وال ووژل شول.

تر اوسه هېڅ وسله والې ډلې د پوځ د دې ادعا په اړه لا څه نه دي ويلي خو بلوڅ ملتپالو فعالانو تر دې وړاندې پوځ تورن کړی چې مياشتې يا کلونه وړاندې لادرکه کړل شوي کسان په تازه جعلي نښتو کې وژني.

د پاکستان پوځ په يوه بله خبرپاڼه کې زياتوي چې د سپټمبر پر شپږمه (وږي ۱۶) څلورو ځانمرګو بريدګرو د مومند په غلنۍ سيمه کې د سرحدي ځواکونو پر يو مرکز بريد وکړ چې امنيتي ځواکونو پر شا وتمباوه او څلور واړه وسله وال يې ووژل. بيان زياتوي چې په هغه بريد کې د سرحدي ځواک سرتېرو يا ودانۍ ته زيان نه دی رسېدلی.

تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې د هغه بريد مسوليت منلی دی. تر بريد سمدستي وروسته رسنيو ته په لېږدول شوي بيان کې ټي ټي پي وويل چې د هغوی دوه ځانمرګي بريدګر وژل شوي او دوه نور يې لا له پاکستانيو ځواکونو سره په نښته بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې پوځ ويلي، ملي اردو او قانون پلي کوونکې ادارې د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ تر ۱۳۰ زيات عمليات کوي.

د پاکستان پوځ وياند جنرال احمد شریف چودري د سپټمبر پر پینځمه په راولپينډۍ کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د ۲۰۲۴م کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ۳۲،۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال يې ۱۹۳ پوځي افسران او سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې یې د ترهګرۍ پرضد ټول ۴،۰۲۱ عملیات کړي دي چې پر مهال یې ۹۰ مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

په پاکستان، په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې او وسله وال بريدونه زيات شوي دي چې ولس يې د مخنيوي لپاره په وار وار جرګې، لاريونونه او پرلتونه هم کړي دي.