د عمران خان د پلویانو د مظاهرو له کبله د پاکستان پوځ مشران له دندو شړل شوي 

د پاکستان پوځ په پوځي تاسیساتو باندې د عمران خان د پلویانو د بریدونو په مخنیوي کې د پاتې راتلو له کبله د یو ډګر جنرال په ګډون درې لوړ پوړي پوځي مشران له دندو لېرې کړي دي.

د پوځ له لوري دا اعلان کمساری بلل کېږي، ځکه چې پوځ داخلي مسائیل رسنیو ته نه وباسي.

د عمران خان پلویانو تېره میاشت د هغه د نیولو په ضد مظاهرې وکړې او د پوځ په ځینو تاسیساتو یې بریدونه وکړل.

د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال احمد شریف چوهدري نن دوشنبه جون ۲۶ (سرطان پنځمه) د راولپنډۍ په ښار کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې د تېرې میاشتې په تاوتریخوالي کې د ښکېلتیا له کبله دا مهال ۱۰۲ تنه نور کسان په پوځي محکمې کې محاکمه کېږي.

نوموړي‌ ونه ویل چې په دغو کسانو کې یې څومره ملکی او څومره پوځیان دي. ویاند احمد شریف همدغه راز له دندو څخه د دریو شړل شویو مقاماتو نومونه هم وانخیستل.

د بشري حقونو سازمانونه د پاکستان په پوځي محکمې کې د ملکیانو په محاکمه کېدو اعتراض کړی دی او ویلي‌ دي چې هلته ملکیانو له ځان څخه د عادلانه دفاع حق نه ورکول کېږي.

د مۍ په میاشت کې د عمران خان زرګونو پلویان په ځینو پوځي تاسیساتو ورغلل، کړکۍ، هېندارې او دروازې یې ماتې کړې. شاوخوا ۵۰۰۰ مظاهره چیان نیول شوي وو چې اکثریت بیا وروسته خوشې شول.

د پاکستان د پوځ ویاند وویل: «موږ باید دا معلومه کړو چې ولې د پوځ په تاسیساتو کې امنیت مات شوی و. موږ باید دا پیدا کړو چې هلته څه تېروتنه شوې وه.»

نوموړي وویل چې د پوځ په داخل کې د لوړ پوړیو جنرالانو له لوري دوه تحقیقات شوي او د هغوی د سپارښتنو په اساس،‌ د قضیې اړوندو کسانو ته سزاوې ورکړل شوې دي. د هغه په خبره د پوځ د ۱۵ نورو افسرانو په اړه هم داخلي تحقیقات شوي دي.

پوځ وايي چې د عمران خان د ګوند مشرانو دا هر څه پلان کړي وو او لږ تر لږه په دوو جنايي قضیو کې د هغه نوم هم یاد شوی دی. عمران خان څه موده مخکې د پاکستان د پارلمان له لوري سلب صلاحیت شو. هغه د پوځ د مقاماتو تورونه رد کړي، په پوځي تاسیساتو باندې یې بریدونه د پوځ کار بللی او په وار وار یې دا تور لګولی دی چې پوځ د هغه د وژلو پلان جوړ کړی دی.