د پاکستان پوځ ويلي دي چې امنيتي ځواکونو د روان ۲۰۲۴ ميلادي کال کې د دغه هېواد په بېلا بېلو برخو کې ۵۹۷۷۵ عمليات تر سره کړي دي.
د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د ډسمبر پر ۲۷ (مرغومی ۵) په راولپينډۍ کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال ادعا وکړه چې د دې عملياتو پر مهال ۹۲۵ وسله وال وژل شوي دي، چې په وينا يې دا شمېره په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو لوړه ده.
نوموړي زياته کړه چې پر دې مهال ۳۸۳ پاکستاني افسرانو او عسکرو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
د چودري په وينا، په پاکستان کې سږ کال هره ورځ د پوځ، استخباراتي ادارو او قانون پلي کوونکو ادارو له لوري له ۱۷۹ څخه زیات عملیات ترسره شوي دي.
نوموړي د روان کال په پای کې دا خبري غونډه په داسې حال کې کړې ده چې سږ کال په هغه هېواد کې وسله والو پر امنيتي ځواکونو يوشمېر خونړي بريدونه کړي دي.
هغه وویل چې په وروستیو ورځو کې د امنیتي ځواکونو پر ضد تر ټولو جدي برید د جنوبي وزیرستان په مکين کې د پوځ پر یوه امنیتي پوسته وشو، چې په ترڅ کې یې ۱۶ پاکستاني سرتېري ووژل شول. د هغه بريد مسوليت تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله والې ډلې منلی و.
د پوځ د وياند تر خبري غونډې شاوخوا دوې اونۍ وړاندې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په خپاره کړي راپور کې ويلي و چې د روان کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې په پاکستان کې د ناامنۍ ۱۵۶۶ پېښې شوې دي چې ۹۲۴ کسان پکې وژل شوي دي. په دغه راپور کې ویل شوي وو چې په هغو پېښو کې ۹۴۸ يې په خيبر پښتونخوا ايالت کې ثبت شوې وې چې په نتيجه کې يې ۵۸۳ کسان وژل شوي وو.
په پاکستان، په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا ايالت کې له څه باندې دوو کلونو راهیسې وسله وال بريدونه او د ناامنۍ پېښې زياتې شوي چې سیمه ییزو اوسېدونکو يې په وار وار د مخنيوي لپاره احتجاجونه کړي او پرلتونه وهلي دي.
حکومت او پوځ وایي په سیمه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.