افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې ددغه هیواد له خوا افغان زده کوونکو ته د تحصیلي بورسونو د ازموینې د نیټې نږدې کیدو سره مهمهاله په زرګونو افغان نجونو په دغه ازموینه کې د ګډون او د بورسونو ترلاسه کولو لپاره نوملیکنه کړې ده.
محمد صادق د پنجشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۲۳ (سلواغې څلورم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په دې ازموینه کې چې ټاکل شوې د شنبې او یکشنبې په ورځو به یې د ازموینې اخیستل پیل شي ۲۰۸۰۶ تنه چې پنځه زره او ۱۵ تنه یې نجونې او پاتې یې هلکان دي برخه واخلي.
د پاکستان حکومت، په دې وروستیو کې افغان زده کوونکو ته د "علامه اقبال" د تحصیلي بورسونو د لړۍ په درېیم پړاو کې په راتلوونکو درې کلنو کې افغان زده کوونکو ته په پاکستاني پوهنتونونو کې د ۴۵۰۰ بورسونو د ورکولو اعلان کړی دی.
افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ویلي چې ټاکل شوې ددغو بورسونو لپاره به حضوري او په انلاین بڼه ازموینې د جنورۍ په ۲۵ (سلواغې شپږم او جنورۍ ۲۶ (سلواغې اووم) واخیستل شي.
د محمد صادق د وینا له مخې په پاکستان کې افغان زده کوونکو د حضوري ازموینې لپاره په پیښور او کویټه کې ښوونیز مرکزونه په پام کې نیول شوي دي.
هغه ویلي: "ازموینې او مرکې به د درې کسیز مُنصفه پلاوي له خوا ترسره شي او د غوراوي یو عادلانه او شفاف بهیر به تظمین کړي".
ددغه پاکستاني دپلومات د معلوماتو پر اساس دغې ازموینې ته ۵۹۴۶ زده کوونکو د ماسټرۍ په کچه او د نجونو په ګډون ۶۱۶ نورو زده کوونکو د ډاکټرۍ د زده کړو لپاره خپل نومونه لیکلي دي.
د پاکستان حکومت ویلي چې ددغو ۴۵۰۰ داوطلبانو له ډلې به یو شمیر بریالیو داوطلبانو ته د طب، انجینرۍ او کرهڼې په څانګو کې هم د زده کړو زمینه برابره کړي. همداشان د پاکستان حکومت ویلي ددغو بورسونو ۳۳ فیصده یې نجونو ته ځانګړي شوي دي.
د پاکستان حکومت افغان زده کوونکو ته د تحصیلي بورسونو ددغه اعلان دمخه هم دغه هیواد په دوو نورو پړاونو کې د "علامه اقبال" زده کړو د بورسونو د پروګرام لاندې زرګونو افغانانو ته بورسونه ورکړي وو.
د پاکستان د لوړو زده کړو کمیسیون په ۲۰۲۳ کال کې هم ددغه هیواد په تعلیمي ادارو کې د افغان زده کوونکو لپاره د ۴۵۰۰ بورسونو اعلان کړی و.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د جمهوري رژیم د نسکورېدو او په دغه هیواد کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په بهرنیو هیوادونو کې افغان زده کوونکو ته د بورسونو د ورکولو بهیر تر ډېره په ټپه درېدلی دی، او پخپله په دغه هېواد کې دننه هم نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.
طالبانو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې نه یوازې د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی، بلکې بهر ته یې هم د زده کړو لپاره د یو شمیر هغو نجونو د سفر مخه نیولې ده چې تیرکال متحده عربي اماراتو ته له کابل څخه دوبۍ ته روانې وې.
دغو نجونو ته د متحده عربي اماراتو یو شتمن په دغه هیواد کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې وه، خو د طالبانو ددغه محدودیت سره سره یو شمیر نجونې په دې وتوانیدې چې متحده عربي اماراتو ته لاړې شي او هلته خپلې زده کړې پیل کړي.
د پاکستان له خوا افغان زده کوونکو ته د تحصیلي بورسونو ددغه نوي اعلان دمخه په کابل کې د جاپان سفارت د تیر ۲۰۲۴ کال د مې ۱۱ (ثور ۲۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې افغان زده کوونکو ته په دغه هیواد کې د بورسونو د ورکولو اعلا کړی وو.
دغه سفارت ویلي وو چې دا بورسونه د ماسټرۍ او ډاکټرۍ تر کچې پورې د ۲۰۲۵ کال لپاره په پام کې نیول شوي دي. خو د جاپان سفارت د ورکړل شویو بورسونو شمیر نه و ښودلی.
د پاکستان حکومت افغانانو ته د "علامه اقبال" د بورسونو د ورکولو دا اعلان په داسې حال کې کړی چې د نوي ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې ددغه هیواد پولیسو په اسلام اباد او ځینو نورو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو او په جبري ډول افغانستان ته ستنولو لړۍ بیا پیل کړې ده.
په اسلام اباد کې میشت یو شمیر افغان کډوال وايي چې په دې وروستیو کې د پاکستان پولیسو په دغه ښار کې د افغان کډوالو د نیولو او له دغه هیواد څخه د ایستلو بهیر پیل کړی، چې په ترڅ کې یې پولیس د افغان کډوالو د اوسیدو ځایونو ته ورځي، هغوی نیسي او په جبري ډول یې افغانستان ته شړي.
دغه افغان کډوال وايي چې د پولیسو له خوا په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. همداشان هغوی ویلي چې اکثره افغان کډوال د پولیسو له خوا د نیولو له ویرې له خپلو کورونو څخه بهر نه وځي.
د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د حکومت دا تازه اقدام په نړیواله کچه د غبرګونونو سره مخ شوی دی. د بخښنې نړیوال سازمان او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ په جلا جلا غبرګونونو کې د پاکستان له حکومت غوښتي چې په دغه هیواد کې دې په خپل سر د افغان کډوالو نیول او افغانستان ته په جبري ډول د ستنولو لړۍ پای ته ورسوي.