له فقر او نارغیو سره مبارزه؛ پاکستان بیل ګیټس په عالي دولتي‌ مډال وویاړه

بیل ګیټ د عمران خان سره د کتنې پر وخت

پاکستان د فقر، پولیو او نري‌ رنځ په ګډون د ناروغیو په وړاندې د مبارزې او هلو ځلو په خاطر د میکروسافت بنسټ ایښونکي او خیرخوا میلیاردر بیل ګیټس د هغه هیواد په دوهمه درجه تر ټولو لوړ ملکي افتخار په مډال وویاړه.

بیل ګیټس ته په پاکستان کې د یو ورځني سفر په ترڅ کې په ځانګړو مراسمو کې د هغه هیواد د ولسمشر عارف علوي له خوا د حلال پاکستان باحیثیته مډال ډالۍ شو.

ښاغلي ګیټس په اسلام آباد کې د پاکستان د عملیاتو د ملي مرکز ولیده چې د کرناویروس په وړاندې د مبارزې چارې پرمخ بیایي او هغه ته په پاکستان کې د کروناویروس د وبا د اوسني حالت په لړه معلومات ورکړل شول. بیا یي د هغه هیواد د صدراعظم عمران خان سره هم وکتل.

ښاغلي ګیټس په یوه اعلامیه کې چې د بیا اینډ میلیندا بنسټ له لورې خپره شوې ویلي چې: «د پولیو په له منځه وړلو کې د پاکستان ژمنتیا هڅونکې ده».

هغه ته پاکستان یو نااشنا هیواد ندی ځکه د هغه بنست ددې هیواد سره د پولیو په له منځه وړلو کې مرستې کړې دي.

ښاغلي کیټس ویلي: «حکومتي مشران، روغتیایي کارکوونکي او کورنۍ په نه ستومانه کیدونکي ډول هڅه کوي تر څو ډاډمن شي چې دغه ناروغي هیڅکله هم بیا یو ماشوم معیوب نکړي. دا د له منځه وړلو وروستی او سخت پړاو دی، خو دغه کار ته په دوام ورکولو او هوښیارۍ سره پاکستان ددې فرصت لري چې د پولیو په له منځه وړلو سره تاریخ جوړ کړي.»

په اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان صدراعظم د ښاغلي ګیټس مننه وکړه او وویل چې د پولیو له منځه وړل د حکومت لپاره تر ټولو «لوړ لومړیتوب» دی اوپه هره کچه هڅه کوي چې هر ماشوم د پولیو په واکسین سره وژغورل شي.»

تیر کال پاکستان د پولیو یواځې یوه پیښه رپوټ کړې وه چې په لرې پروت بلوچیستان کې رامنځته شوې وه. پاکستان او افغانستان د نړۍ یواځني دوه هیوادونه دي چې لاهم د پولیو ناروغي په کې رامنځته کیږي. دغه ناروغي کیدای شي د ماشومانو د بدن مختلف غړي فلج کړي.