پاکستان په افغانستان کې د اوربند هرکلی کړی

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین ویلي چې په افغانستان کې سوله او ثبات یې د ملک په گټه دي او دا چې پاکستان هم په دغه لړ کې خپله برخه رول لوبوي.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین دغه خبرې د شانگهاې د همکارۍ د سازمان په اتلسمه غونډه کې کړیدي.

ولسمشر حسین وویل چې پاکستان او افغانستان دواړه د سولې لپاره په یوې هراړخیزې تگلارې کار کوي چې په افغانستان کې سوله او امنیت راشي.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې اوربند د سیمې د ثبات لپاره یو ښه گام دی.

ولسمشر ممنون حسین دا هم وویل چې د چین د مثبتو اقداماتو له کبله د پاکستان اقتصاد بهتره شویدی او په خاصه توگه د CPEC اقتصادي پراژې پدغه لړ کې ډیر مهم رول لوبولې دی.

هغه وویل چې هیله لري د ٢٠١٨ کال انتخابات به د پاکستان اقتصادي وده لا نور ښه کړي.