پاکستان کې مذهبي سیاسي گوندونو څومره څوکۍ گټلي؟

د پاکستان په مختلفو سیمو کې مذهبي سیاسي گوندونو د پام وړ کامیابي نده ترلاسه کړې.

د پاکستان په انتخاباتو کې د ځینو هغو ترهگرو ډلو سیاسي گوندنو هم برخه اخیستې وه چې امریکا د نړیوالو ترهگرو په لسټ کې شامل کړې و. پدغو کې یو د حافظ سعید ملي مسلم لیگ سیاسي گوند و. ملي مسلم لیگ په انتخاباتو کې سخته ماتې خوړلې ده.

په پاکستان کې په وروستیو کې یو بل سیاسي گوند د تحریک لبیک گوند دی، دغه گوند د پاکستان په مختلفو سیمو کې خپل کاندیدان ودرولي و. دغه گوند هم د پارلمان لپاره یوه څوکۍ هم نده گټلې.

د متحده مجلس عمل چې د پنځو گوندونو ائتلاف دی، د جمعیت العلما اسلام، جماعت اسلامي گوندونو پکې هم شامل دي، د عمومۍ اسمبلۍ لپاره یې یواځې ۴ څوکۍ گټلې دي. د یادونی وړ ده چې متحده مجلس عمل په ٢٠٠٢ کال کې په پښتونخوا حکومت کړی و.

د جمعیت اسلام مشر مولانا فضل الرحمان پخپله د دوو حوزو نه په انتخاباتو کې برخه واخیستله او دواړه یې د عمران خان گوند ته وبایلل.

ښاغلي فضل الرحمان یوې مظبوعاتي غونډې ته په وینا کې وویل چې د انتخاباتو نتایج نه مني او دا انتخابات دې لغوه اعلان شي.

د عمران خان گوند د پاکستان په عمومي اسمبلۍ کې زیاتې څوکۍ ترلاسه کړیدي او د کارپوهانو په وینا یواځې به حکومت جوړ کړی شي.

د پاکستان تحریک انصاف گوند نه علاوه ټولو سیاسي گوندونو تور لگولی دی چې په انتخاباتو کې ټگي برگي شویده.

د یادونې وړ ده چې دا د پښتونخوا په تاریخ کې لمړنی ځ‏ل دی چې د تح‏ریک انصاف گوند دوه وارې انتخابات وگټل.