د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په دغه هیواد کې د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو په ګډون په سلګونو زره د افغان تابعیت یا ACC کارت لرونکو کډوالو ته بیا خبرداری ورکړی چې د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱ نیټې دې له دغه هیواد څخه ووځي او که نه د ټاکلې نیټې وروسته به یې پر وړاندې امنیتي ادارې قانوني چلند وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۳ ( کب ۲۳) اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته د وینا پرمهال وویل چې اوس یې حکومت پریکړه کړې چې هغه افغان کډوال چې د افغان تابعیت یا ACC کارت لري باید د روان ۲۰۲۵ کال د مارچ د روانې میاشتې تر ۳۱ ورځې خپل هیواد ته ستانه شي.
هغه وویل: "ددې نیټې وروسته به په پاکستان کې د هغوی اوسیدانه غیرقانوني وګڼل شي او د قانوني چلند سره به مخ شي.
د پاکستان حکومت مارچ اوومه ( کب ۱۷) په دغه هیواد کې ټولو افغان کډوالو ته چې د افغان تابعیت یا ACC کارتونه لري خبرداری ورکړی که د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱ افغانستان ته ستانه نشي، د قانوني چلند سره به مخ شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پدې حکم کې ویلي چې د افغان تابعیت یا ACC کارت لرونکي افغانان دې د مارچ د میاشتې تر پایه له دې هیواد څخه ووځي او دا یې هم ویلي چې د اپریل میاشتې په لومړۍ نیټې به د افغان کډوالو ایستل پیل شي.
د کورنیو چارو وزارت په حکم کې راغلي، "د ټولو ناقانونه بهرنیانو ایستلو په هکله د حکومت پریکړې په دوام، ملي رهبرۍ اوس ACC کارت لرونکو بیرته ستنولو پریکړه هم کړې. ټولو غیر قانوني بهرنیانو او اې سي سي کارت لرونو ته لارښوونه کیږي چې د مارچ تر ۳۱ پخپله خوښه ووځي ځکه چې تر هغې وروسته به د ۲۰۲۵ کال د اپریل په لومړۍ نیټې د شړلو بهیر پیل شي".
ملګرو ملتونو په یو راپور کې ویلي چې د پاکستان د حکومت ددې پریکړې څخه به په دغه هیواد کې د قانوني اسنادونلرونکو افغان کډوالو سربیره تر ۸۰۰ زرو پورې هغه افغان کډوال چې د افغان تابعیت یا ACC کارتونه لري هم اغیزمن شي. ملګروملتونو ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې له پاکستان څخه د قانوني اسنادونلرونکو افغانانو د ایستلو د پریکړې وروسته تراوسه له دغه هیواد څخه نږدې یو میلیون افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
د طالبانو حکومت لا د پاکستان حکومت دغې پریکړې ته غبرګون نه دی ښودلې، خو ددغه حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارتا سرپرست مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران او پاکستان د لوړپوړو دپلوماتونو سره په جلا کتنو کې له دغو هیوادونو افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو پر پروګرامونو د بیا کتنې غوښتنه کړې او ویلي دي چې په جبري ډول د افغان کډوالو د ستنیدو څخه دې ډډه وکړي.
دغه وزارت د مارچ شپږم ( کب ۱۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي عبدالکبیر په کابل کې د پاکستان شارژدافیر عبيدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې د پاکستان د حکومت له خوا د جون د میاشتې پورې له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ستنولو په پلان په اړه هم خبرې کړي او ویلي دي چې د جون تر پایه له پاکستان څخه د ټولو افغان کډوالو ایستل ستونزمن دي، ځکه د هغه په وینا هغوی نشي کولی خپل ټول ژوند او شتمنۍ په دومره لنډ وخت کې راټولې کړي.
عبدالکبیر له پاکستان څخه وغوښتل، چې د ګډو میکانیزمونو په اساس دې افغان کډوالو ته وخت ورکړل شي چې په دې برخه کې دوه اړخیزې او درې اړخیزې ناستې اړینې دي
د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې د پاکستان شارژدافیر عبيدالرحمن نظاماني ویلي چې د طالبانو د حکومت غوښتنې به په رسمي ډول له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړي.
په دې خبرپاڼه کې عبيدالرحمن نظاماني له قوله ویل شوي: "د پاکستان راتلونکی له افغانستان سره تړلی دی، له همدې امله افغان کډوالو څخه د سیاسي ابزارو په توګه ګټه نا اخلي، بلکې غواړي چې ستونزې د تفاهم له لارې حل شي".
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال شاوخوا ۳.۱ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې د اوسیدانې پر قانوني اسنادو او پرته له اسنادو ژوند کوي. په دې شمیر کې له ۶۰۰ زرو څخه زیات هغه افغانان هم شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو څخه وروسته دغه هیواد ته ګډه شوي دي.