د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو پر نړیواله ورځ په پاکستان کې د میشتو افغان ښځو غوښتنې


په تیرو څه باندې دریو کلنو کې پاکستان کې میشتو افغان کډوالو میرمنو د غونډو په ترڅ کې د پاکستان له حکومت څخه د پولیسو له خوا د افغان کډوالو د ځورونې د اقداماتو بندیدو غوښتنه کړې ده.(عکس ارشیف).
په تیرو څه باندې دریو کلنو کې پاکستان کې میشتو افغان کډوالو میرمنو د غونډو په ترڅ کې د پاکستان له حکومت څخه د پولیسو له خوا د افغان کډوالو د ځورونې د اقداماتو بندیدو غوښتنه کړې ده.(عکس ارشیف).

د ښځو نړيوالې ورځ په تړاو ځینو افغان ښځو د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې په دغه هېواد کې میشت افغان کډوالو سره دې د نړیوالو بشري حقونو له مخې چلند وکړي او بېځایه دې یې نه ځوروي.

د مارچ ۸مه د ښځو نړیواله ورځ په نړیواله کچه د ښځو د لاسته رواړنو او جنسیتي برابرۍ د ساتلو د پیوستون لپاره لمانځل کېږی.خو په افغانستان کې د ٢٠٢١ کال د اګست پر ١٥ د طالبانو تر واکمنېدو پس دا دی څه باندې درې نیمه کاله کېږي چې ښځې کارونو او نجونو لوړو زده کړو ته نه پرېښودل کېږي.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار باندې د پراخو بندیزونو په نتیجه کې زیات کورنۍ پاکستان ته کډه شوي، خو د رپوټونو له مخې هغوی په پاکستان کې هم له بېلابېلو ګواښونو سره مخامخ دي.

په اسلام آباد کې میشته يوه افغانه ژورناليسته فرح ناز الکوزۍ وايي چې په دې ورځ په نوره نړۍ کې ښځو ته درناوی کیږي او سوغاتونه ورکول کېږي خو په افغانستان کې یې حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

له امريکا غږ سره په خبرو کې فرح ناز وويل، "بدبختانه زموږ په وطن کې پر مېرمنو د مارچ اتمه په داسې حال کې راځي چې هلته يو نارينه سالار نظام دی، د ښځو لپاره يو ځپونکی نظام دی، چې له کبله يې افغان مېرمنې په نورو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي چې هلته یې ژوند تریخ دی، يو مثال يې د پاکستان ورکولای شو."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په هغه هېواد کې پر موسیقۍ، فلم او ډرامه هم بنديز لګولی دی چې له کبله يې ډيری هنرمندانو پاکستان ته سرپناه وړې ده.

په اسلام آباد کې میشته يوه افغان هنرمنده مسکان وفا وايي، بې له پلاره پنځه ماشومان د خپل هنر په مټ ساتي او ګوله ډوډۍ ورته برابروي، خو که يې پاکستان بيرته افغانستان ته وشړي نو د ژوند کولو هیله نه لري.

مسکان امريکا غږ ته وويل، "نن د ښځو د حقونو نړيواله ورځ ده چې نړيوال خپلو ښځو ته احترام او مينه ورکوي خو زما د وطن هنرمندې په نن ورځ هم له هنر څخه محرومې دي، نه خو د بلبلو په څېر سندرې ويلې شي او نه خو کومه خوښي لمانځل کېږي."

مسکان وفا هم د پاکستان له حکومت څخه هيله څرګنده کړې ده چې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت به له افغان هنرمندو ښځو سره ښه چلند کوي او په خپل کړي حکم به د انسانيت په خاطر يوار بيا کتنه وکړي او دوی به له پاکستان څخه نه شړي.

فرزانه باري چې په پاکستان کې مدني فعاله او د ښځو د حقونو غوښتونکې ده، د‌ ښځو نړيوالې ورځې په موقع د افغان ميرمنو په اړه وايي، چې پاکستان بايد هغه افغان ميرمنو ته تابعيت ورکړي چې د ژوند په بېلا بېلو برخو کې مسلکي دندې تر سره کوي ځکه چې که یې بيرته افغانستان ته لېږي نو هلته یې ژوند ته خطر دی.

فرزانه باري امريکا غږ ته وويل، له کلونو راهيسي چې کوم افغان کډوال په پاکستان کې اوسيږي بايد پاکستان د هغوی لپاره د بشري حقونو په خاطر يوه داسې پاليسي وضع کړي چې هغوی ته دلته په اوسېدو کې يوه ستونزه نه وي.

په اسلام آباد کې میشته د کوټې له هزاره قبيلې څخه يوه بله مدني فعاله او سياستواله فاطمه عاطف وايي په افغانستان کې د طالبانو تر بيا راتګ وروسته چې کوم کډوال په غلا پاکستان ته راغلي دي نو چې راغلل اوس بايد د کډوالو له نړيوال قانون سره سم دې له هغوی سره ښه سلوک وکړل شي.

فاطمه عاطف امريکا غږ ته وويل: "داسې ښځې او نجونه چې په افغانستان کې له ژورنالزم، مدني کارونو، تعليم او صحت سره تړلې دندې يې ترسره کولې خو د طالبانو له اقتدار نيولو پس د زندان او مرګ د کواښوتو له کبله په څه نا څه طريقه پاکستان ته راغلې نو د ميرمنو د نړيوالې ورځې په موقع به دغه ووايم چې د پاکستان حکومت بايد د نړيوالو بشري حقونو د قانون په رڼا کې له هغوی سره انساني چلند وکړي او داسې دې نه ځوروي چې په کورونو ور ننوځي او د ترهګرو په څیر يې را نيسي، بندي کوي يې او بيا يې هغه خلکو ته په لاس ور کوي د چا له لاسه چې يې خپل وطن پريښودی دی او دلته د کډوالۍ ژوند کوي."

د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د فبرورۍ تر ٢٨ پورې له اسلام آباد او راولپنډۍ څخه د وتلو حکم کړی وو چې بيا يې هغه نېټه د مارچ تر ٣١ پورې وغځوله خو پاکستان د کورنيو چارو د وزارت له خوا د مارچ پر اوومه يوار بيا يو بيان خپور شوی دی او افغان کډوالو ته يې حکم کړی دی چې په خپله رضا دې دغه ښارونه پرېږدي ګنې د اپريل له لومړۍ نېټې به يوار بيا د دوی پرضد عمليات پيل کړي او هغه ټول افغانان به له پاکستان څخه افغانستان ته وشړي چې قانوني اسناد نه لري.

د بلې خوا د پاکستان حکومت جمعه مارچ اووم ( کب ۱۷) په دغه هیواد کې ټولو افغان کډوالو ته چې د اوسیدو قانوني هم اسناد لري، خبرداری ورکړی که د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱ مې افغانستان ته ستانه نشي، د شړل کیدو خطر سره به مخ شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پدې حکم کې ویلي چې د افغان تابعیت یا ACC کارت لرونکي افغانان دې په راتلونکو دریو اوونیو کې له دې هیواد څخه ووځي او دا یې هم ویلي چې د اپریل میاشتې په لومړۍ نیټې به د افغان کډوالو ایستل پیل شي.

د کورنیو چارو وزارت په حکم کې راغلي، " د ټولو ناقانونه بهرنیانو ایستلو په هکله د حکومت پریکړې په دوام، ملي رهبرۍ اوس ACC کارت لرونکو بیرته ستنولو پریکړه هم کړې. ټولو غیر قانوني بهرنیانو او اې سي سي کارت لرونو ته لارښوونه کیږي چې د مارچ تر ۳۱ مې پخپله خوښه ووځي ځکه چې تر هغې وروسته به د ۲۰۲۵ کال د اپریل په لومړۍ نیټې د شړلو بهیر پیل شي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG