پاکستاني چارواکي وايي که د هغو افغانانو چې بل هېواد ته د تګ لپاره په پاکستان کې منتظر دي قضیې ژر حل نه شي، وبه شړل شي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره میاشت د کډوالو پروګرام وځنډوه چې له کبله یې په پاکستان کې زرګونه منتظر افغانان له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.
لسګونه زره افغانان واک ته د طالبانو له بیا راتګ وروسته، په امریکا کې د مېشتېدو لپاره منل شوي او زرګونه یې اوس په پاکستان کې خپلو ویزو ته منتظر دي. په دغو افغانانو کې اکثریت هغه خلک دي چې په تېرو شاوخوا ۲۰ کالونو کې یې د امریکا له پوځ سره کار او همکاري کړې او همدغه راز د رسنیو کارکوونکي، بشري حقونو فعالان او دا ډول نور افراد شامل دي.
دوی وايي د طالبانو په حکومت کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی. خو ولسمشر ټرمپ د جنوري په ۲۷مه نېټه د کډوالو پروګرام د دریو میاشتو لپاره وځنډوه.
په اسلام اباد کې د امریکا غږ خبریال ایاز ګل د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند شفقت علي خان په حواله لیکلي دي، چې «تر دې دمه تقریبآ ۸۰زره افغانان نورو هېوادونو کې منل» شوي او ۴۰زره یې لا هم په پاکستان» کې دي.
د راپورونو په اساس په دغو کسانو کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ هغه افغانان دي، چې په متحدو ایالتونو کې کې مېشت کړل شي.
د پاکستان دوو امنیتي چارواکو، چې نه غواړي نومونه یې په راپور کې ولیکل شي، ویلي دي چې صدراعظم شهباز شریف تېره اونۍ پرېکړه وکړه، که اړوند هېوادونه د دغو افغانانو قضیې ژر خلاصې نه کړي، هغوی به له پاکستان څخه واېستل شي.
دغو مقاماتو همدغه راز وویل چې ویزو ته منتظر افغانان به له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه هم اېستل کېږي.
پاکستان به دا مسائیل د بهرنیو هېوادونو له سیاسي استازولیو سره همغږي کوي او که دا افغانان په نورو هېوادونو کې نه ځای په ځای کېږي، ستانه به کړل شي.
د پاکستان د صدراعظم دفتر تېره میاشت یې وویل چې هغه افغانان چې په بل هېواد ته د تللو لپاره منتظر دي، باید تر سپتمبر پورې له پاکستان څخه ووځي.
د رسمي شمېرو له مخې دا مهال ۱.۴۵ میلیون افغانان، چې د اوسېدو اسناد لري، په پاکستان کې اوسي او د اسنادو موده یې د روان کال تر جون پورې غځول شوې ده.
پاکستاني چارواکو وويل چې د هغو کډوالو په ضد به اقدامات روان وي، چې د اوسېدو اسناد نه لري. د ملګرو ملتونو ادارې او طالبان وايي چې له ۲۰۲۳ کال راهېسې ۸۰۰زره افغان کډوال یا په خپله خوښه او یا په زوره له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د دغه راپور ځینې معلومات له اسوشیتډپرس څخه اخیستل شوي.