د پاکستان له لوري په دا وروستیو کې افغانستان ته پر صادر کېدونکو توکیو او په ځانګړې توګه پر تازه مېوو د نوې تعرفې د لګولو له کبله یو شمېر سوداګرو اندېښنه ښودلې.
سوداګر وايي چې د دواړو هېوادونو سوداګريز بازارونه د يوه بل لپاره ګټور دي خو د مالیې له لوړېدو سره یې د سوداګرۍ پروړاندې خنډونه زیات شوي دي.
د نویو مالیو له لګولو څخه د افغانستان غاړې ته د انارو، خټکيو، وچو میوو، انګورو او سبزیانو سوداګر او په پاکستان کې د کېلو، کینو، وريژو او سيمنټو سوداګر اغېزمن شوي دي.
د اسلام اباد په ميوه منډۍ کې د سوداګرو اتحاديې مشر حاجي سراج آغا د جنوري په ١٥( مرغومي ٢٦) امريکا غږ ته وويل، د تورخم يا نورو دروازو په تړل کېدو سره که یوې خوا مېوې او سبزيانې خرابېږي او سوداګرو ته ميليونونه ډالر تاوان اوړي، ورسره د پاکستان چارواکو له درنې تعارفې لګولو پس د دواړه هېوادونو ترمنځ صاردات او واردات هم کم شوي دي.
سراج آغا زیاتوي: "غواړو چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرو ترمینځ داسې نظام وضع شي چې د سوداګرو په شمول ولس ته سبزي او مېوه په ارزانه بيعه ترلاسه شي. غوښتنه مو دا ده د دواړو هېوادونو چارواکي باید د ولسونو د اسانتيا په خاطر په مالياتو کې نرمي وکړي چې سوداګر خپل مالونو په اسانه وړي او راوړي۔"
د افغانستان پر وارداتو د لوړې تعارفي سره سره د سوداګرۍ پروړاندې بل لوی خنډ افغانۍ او کلدارې دي. په دې اړه د اسلام اباد د ميوې منډۍ یوبل سوداګر جهانګير خان وايي، د افغانستان سوداګر چې پاکستان ته مېوې او سبزیانې راوړي نو دلته د افغانۍ پرتله پاکستاني کلداره سپکه ده نو ځکه د خپلو توکیو د پلورولو پرمهال د ګټې پر ځای تاوان وګالي.
نوموړي د جنورۍ په ١٥ ( مرغومي ٢٦) امریکا غږ ته وويل: "د افغانستان سوداګر اوس د پاکستان په پرتله خپل خوراکي توکي ايران او د منځنۍ اسيا هيوادونو ته وړي او له هغوی سره کاروبار کوي ځکه چې دلته دوی ته زمينه نه ده برابره. "
په کابل کې د پاکستان او افغانستان سوداګرۍ ګډې خونې مشر خان جان الکوزی وايي چې د نورو کلونو پرتله له پاکستان سره د دهېواد سوداګري کمه شوې او اساسي علت يې دا دی چې د پاکستان چارواکو د افغانستان په سبزيو او مېوو لس سلنه ماليات لګولي دي او افغانستان هم لګولي دي چې له کبله يې لوی تاوان سوداګرو ته اوښتی دی.
خان جان د جنوري په ١٥( مرغومي ٢٦) امريکا غږ ته وويل، د پاکستان سوداګرۍ خونې مشران باید د خپل تجارت وزارت سره خبره وکړي چې د افغانستان پر توکیو لګول شوې مالیه راټیټه کړي. هغه وویل: "موږ دلته له خپل حکومت سره خبره وکړه نو هغوی راته وويل چې پاکستان دې خپل ماليات ټيټ کړي نو موږ به يې هم ټيټ کړو خو دا کار د دواړو هېوادونو د چارواکو دی چې د سوداګرو او د خپلو ولسونو د ښه سباون په خاطر ښه ګامونه واخلي. "
له افغانستان سره سوداګریزه لانجې په پاکستان کې د مېوو نرخونه هم لوړ کړي دي، چې د يوه مزدورکار کس د وس خبره نه وي چې مېوې راونيسي. دا خبره په پېښور کې د پاکستان او افغانستان سوداګرۍ ګډې خونې چارواکی شاهد عباس له امریکا غږ سره وکړه.
نوموړي امريکا غږ ته وويل: "که د افغانستان کروندګر او سوداګر زيانمن کيږي نو د پاکستان سوداګر او زميندار هم د مالیې او تعارفې له امله له لويې ستونزې سره مخامخ دي او دواړو حکومتونو ته په کار ده چې دا ستونزه په جدي توګه هواره کړي."
سوداګرو دا ګیله هم کوله چې په دا وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګرۍ پروړاندې هرکله هله خنډونه جوړېږي چې یوې یا بلې غاړې ته مېوې پخې شي.