د افغان کډوالو لپاره د پاکستان کمېشنرۍ دفتر وايي چې اوس مهال په دغه هیواد کې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو په ګډون ۲.۹ میلیون افغان کډوال ژوند کوي.
د پاکستانۍ رسنیو د راپور له مخې، دا شمېرې د جمعې په ورځ د سنا ( مشرانو جرګې) د ګمارل شوې کمېټې غونډې پر مهال د کډوالو لپاره د پاکستان اعلی کمیشنر، افغان کډوالو ته د بشري مرستو لکه د استوګنځيو، خوړو، پاکو اوبو، روغتیايي پاملرنې، او د تعلیم په اړه معلومات ورکړل.
خو هغه وویل چې د بودیجوي محدودیتونو له امله له ۲۰۲۴ کال راهیسې د دغو پروګرامونو پراختیایي پروژې درېدلي دي. د راپور له مخې، ۱.۰۴ میلیون افغان کډوال راجستر دي، او نور نږدې ۷۰۰,۰۰۰ کسان لاهم راجستر نه دي.
دغه تازه شمېرې پر داسې مهال ورکول کېږي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او خپل هېواد ته د ستنولو چارې بیا ګړندۍ کړي دي. د دې هېواد صدراعظم شهباز شریف چارواکو ته امر کړ چې په لومړي سر کې دې په زغرده د افغان تابعیت کارت لرونکي کډوال وشړي. نوموړي خپلو چارواکو ته دا امر هم کړی دی چې د پي او ار کارت لرونکو افغانانو د ستنولو دویم پړاو ته دې هم چمتوالی ونیسي.
سربېره پر دې، هغو افغان اتباعو ته چې په نورو هېوادونو کې د بیا میشتولو په تمه دي، هغو ته تر ۳۱ مارچ پورې وخت ورکړل شوی چې له اسلامآباد او راولپنډۍ څخه ووځي. د پاکستان پر دغه اوسنۍ تګلاره د بشري حقونو د څار سازمان او نورو مدني فعالانو سختې نیوکې کړې او دا پرېکړه یې ناعادلانه او له نړیوالو اصولو څخه سرغړونه بللې ده.
په وروستیو ورځو کې، د پاکستان پولیسو په اسلامآباد کې یو ځل بیا د افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهلې او هغوی یې نیولي دي. د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړی او همدارنګه یې د افغان وګړو لپاره د ویزې د غځولو موده یوازې یوه میاشت ته راټیټه کړې ده.
د افغانستان مينه ګل هم یوه له هغه ګډوالو څخه ده چې درېیم هېواد ته د تلو په تمه ده خو اوس یې ویزه ختمه شوې ده او د نیولو ویرې رواني فشار ورباندې راوستی دی.
له امريکا غږ سره په خبرو کې هغې وويل، "موږ د طالبانو له ډاره دلته راکډه شو چې په پاکستان کې به تر هغۀ په سکون يو، ترڅو چې درېيم هېواد ته ځو خو دلته د ويزو بيه ډيره اوچته او موده یې ډيره کمه شوې ده او پر هغه سربېره شپه او ورځ د پوليسو له خوا د نيولو ويرې او د کار نشتوالي په ذهني ناروغيو اخته کړي يو. "
مينه ګل په ملګري ملتونو غږ کړی چې "د بشريت پالنې په خاطر موږ افغانان او زموږ کورنۍ نورې له دې اقتصادي ننګونو و ژغورئ او تر څو چې زموږ د بهرني هيوادونو ته د تلو پروسې چټکې شي تر هغه دې د پاکستان دولت زموږ د ويزو په وخت کې زياتونه او د ويزې په لګښت کې کمی وکړي۔"
پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. البته د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰ زره افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دي.
په هغو کې ګڼ هغه افغانان هم دي چې امریکا، او اروپایي او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په انتظار په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې مېشت دي.
د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱ په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی او د حکومت په وينا له ۸۰۰ زيات افغانان يې خپل هېواد ته ستانه کړي دي.