پاکستاني پولیسو هغه ۷۲ کلن سړی نیولی چې له ۱۳ کلنې ماشومې سره یې واده کړی و

په پاکستان کې پولیس چارواکي‌ وايي هغه ۷۲ کلن سړی نیول شوی دی چې له یوې ۱۳ کلنې ماشومې سره یې واده کړی و.

دا پېښه د خیبرپښتونخوا په چارسدې کې شوې ده. مقامات وايي د دغه واده نکاح تړونکی هم نیول شوی دی.

د چارواکو په وینا ماشومه ناوې «دارالامان»، زوم او نکاح تړونکي یې توقیف خانې ته استول شوي دي.

د امریکا غږ ډیوه څانګه وايي چې دا کسان هغه وخت ونیول شول چې له واده او نکاح وروسته یې د دغې ۱۳ کلنې ماشومې ورا کور ته روانه کړې وه.

پولیس وایي چې د نجلۍ پلار د ۵۰۰ زره کلدارو په بدل کې خپله لور دغه سړي ته ورکړې وه. راپورونه وايي چې د نجلۍ پلار له سیمې څخه تښتېدلی دی.

تر دې مخکې د خیبرپښتونخوا په سوات کې پولیسو یو ۸۰ کلن سړی نیولی و چې له یوې ۱۱ کلنې ماشومې سره یې واده کړی و.

د ملګرو ملتونو او د پاکستان د ښځو د قومي کمېسیون په وینا پاکستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې نجونې په کې تر ۱۸ کلنۍ په کم عمر کې واده کېږي.

تېرکال په پاکستان کې د راپورونو په اساس، ۲۹ نجونې چې عمرونه یې تر ۱۸ کلونو کم و، واده شوې وې.

لا معلومه نه ده چې د دغو نیول شویو کسانو سره به څه ډول قانوني چلند کېږي.