د پاکستانۍ کلدارې ارزښت نور هم ټیټ شو؛ یو ډالر په ۲۸۵ کلدارو تبادله کیږي

د پاکستان د کلدارې ارزښت د پنجشنبې په ورځ مارچ دوهمه (کب ۱۱) په داسې حال کې د امریکايي ډالر په وړاندې نور هم ولوېد چې دغه هېواد د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پور ترلاسه کولو هڅه کوي.

که څه هم پاکستان د سود کچه لوړه کړې ده، خو دې چارې ددغه هېواد د مارکیټ د وضعیت په ښه کولو کې مرسته نده کړې.

په پاکستان کې د پنجشنبې په ورځ یو امریکايي ډالر په ۲۸۵.۰۹ پاکستانۍ کلدارو تبادله کېده چې په یو ډالر کې ۶.۶۶ سلنه کموالی ښيي.

په ورته وخت کې د دغه هېواد د نړیوالو صکوکو بیه هم په هر ډالر کې لږترلږه درې سنټه ټیټه شوې ده.

د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پور ترلاسه کولو دپاره ددغه ادارې او پاکستان تر منځ د جوړ جاړي ځنډېدو، کلدارې ته زیان رسولی او د روان کال له پیل راهیسې یې تر اوسه ارزښت شل سلنه کم شوی دی.

د پیسو نړیوال صندوق مرسته په اقتصادي بحران کې د راګېر پاکستان دپاره مهمه ګڼل کیږي.

دا مهال د پاکستان د مرکزي بانک د شتمنیو کچه تر دې حده راټيټه شوې چې دغه هېواد یوازې د درېیو اونیو وارداتو پیسې ورکولای شي.

د پاکستان په اړه د پیسو نړیوال صندوق د کتنې نهم پړاو دوام لري. که دغه چارواکي مثبته پرېکړه وکړي، اسلام اباد به شاوخوا یو میلیارد ډالر ترلاسه کړي. خو پدې اړه خبرو د تېر یو کال راهیسې نتیجه نده ورکړې.

د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د پیسو له نړیوال صندوق سره د پاکستان خبرې پای ته رسیدلي او تمه ده چې راتلونکې اونۍ کې به له دغه صندوق سره د کارکوونکو په کچه تړون لاسلیک شي.