پاکستاني طالبانو په روژه کې د پسرلنیو عملیاتو د پیلېدو خبر ورکړ 

پاکستاني طالبان

په پاکستان کې «تحریک طالبان پاکستان» په دغه هېواد کې د خپلو پسرلنیو عملیاتو د پيلېدو خبر ورکړ.

دا لومړی ځل دی چې «تحریک طالبان پاکستان» د روژې په میاشت کې د داسې عملیاتو د پیلولو خبر ورکوي. تر دې مخکې به افغان طالبانو په افغانستان کې د دا ډول عملیاتو خبرونه ورکول، خو پاکستاني طالبانو څه نه ویل.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني په یوې اعلامیې کې وویل چې دا عملیات به د روژې په لومړۍ ورځ پیلېږي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه او د هغوی همکاران به په کې په نښه کېږي.

د فرانسې خبري اژانس نن چهارشنبه مارچ ۳۰ (وري۱۰) د طالبانو د ویاند د اعلامیې په حواله لیکلي دي: «په دغو عملیاتو کې استشهادي عملیات، تهاجمي بریدونه، د ماینونو عملیات، د بریدونو د مخنیوي عملیات، هدفي بریدونه، د لایزر او نښه وېشتونکي بریدونه شامل دي.»

ښايي سږکال روژه یا د شنبې په ورځ وي او یا هم د یکشنبې په ورځ. د سپرلنیو عملیاتو پیلول د پاکستاني طالبانو یو نادر عمل بلل کېږي. تر دغه اعلان مخکې د پاکستان پوځ وویل چې د اورپکو په یو برید کې یې شپږ سرتېري وژل شوي دي. برید د افغانستان سرحد ته نژدې شوی و.

پاکستاني طالبان وايي چې په دغه برید کې یې شاوخوا ۳۰ پاکستاني عسکر وژلي او ژوبل کړي دي.

د پاکستان طالبانو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د پاکستان حکومت ته وویل چې هغوی ته اجازه ورکړي چې خپلو سیمو ته ستانه شي او غرض به ورسره نلري.

دا مسائیل داسې مهال مخې ته راځي چې د پاکستان صدراعظم عمران خان د عدم-اعتماد له رایې اچوونې سره مخامخ دی.

د حکومت د ایتلافي ګوند متحده قومي غورځنګ د مخالفو سیاسي ګوندونو سره لاس یو ځای کړی دی او باور کېږي چې په ملي اسمبلۍ کې له صدراعظم عمران خان څخه د باور رایه واخیستل شي او حکومت یې ختم شي.

د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ په ډسمبر کې د سولې تړون هم شوی و، د افغانستان طالبانو په دغه تړون کې منځګړتوب کړی و، خو له یوې میاشتې وروسته دا تړون ختم او پاکستاني طالبانو د خپلو بریدونو د پیلولو اعلان کړی وو.

پاکستان اندېښنه لري چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټ دي او له هغه ځای څخه د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه تنظیموي.