ګمرکي مالونو د تصفيې اتحاديه: د خيبر لارې بندېدو د افغانستان او پاکستان سوداګري اغېزمنه کړې

د تورخم – پیښور ترمنخ لارد تیرو لسو ورځو راهیسې د جمرود په بيګياړۍ سيمه کې د خيبر د راجګل سيمې د کډوالو د احتجاجي پرلت له امله د بار وړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده.

په تورخم کې د ګمرکي مالونو د تصفيې اتحاديې ويلي چې د جمرود په بيګياړۍ سيمه کې د خيبر د راجګل سيمې د کډوالو د احتجاجي پرلت له امله د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخيز تجارت، ټرانسپورټ او د ځايي ولس ژوند اغېزمن شوی دی.

د دې اتحاديې يو مشر معراج الدين شينواري د اګست پر ۳۱مه (وږي ۱۰) په لنډي کوتل کې د يو احتجاجي لاريون پر مهال د پاکستان له حکومتي او نظامي چارواکو غوښتنه وکړه که يې د تورخم او پېښور ترمنځ دغه لاره ژر پرانيستل نشي، نو په لنډي کوتل کې به د پوځي چاوڼۍ مخې ته احتجاج پيل کړي.

شينواري د خيبر قول اردو له قومندان څخه وغوښتل چې د بيګياړۍ لارې د خلاصولو په برخه کې دې "مداخله" وکړي او د کوکيخېل قوم د "مشروع غوښتنو" په منلو سره دې د هغوی ستونزې "هوارې" کړي.

دا تر هغه وروسته ده چې د تيرا د راجګل سيمې بې کوره کړل شويو کډوالو له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې په جمرود کې احتجاج پيل کړی او غوښتنه کوي چې خپلو سيمو ته دې ستانه کړل شي.

دغو کډوالو له ۱۲ ورځو راهيسې د جمرود په ګيګياړۍ سيمه کې پرلت وهلی او د خيبر لويه لاره يې د بار وړونکو موټرانو پرمخ تړلې ده.

د ګمرکي مالونو د تصفيې دغې ټولنې ويلي چې پرلتوال بايد د خیبر درې لاره په داسې ځای کې وتړي چې بار وړونکي موټراو لارۍ پکې نه ایسارېږي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت روان وي.

د دې اتحاديې يو مشر ايمل خان شينواري رسنيو ته ويلي چې د لارې بندېدو له امله سوداګر او ټرانسپورټران له مالي زيانونو سره مخامخ شوي دي.

نوموړي زياته کړه: "حکومتي ادارې ولې دومره بې وسه دي؟ حکومت بايد په دې اړه غونډه وروبولي او د کوکيخېل قوم مسلې ورحل کړي چې هغوی خپلو کورونو ته ولاړ شي، ځکه دا مسله له ۱۰ کلونو راهيسې روانه ده او د پنځو او ۱۰ مياشتو مسله نه ده."

تر دې وړاندې د پېښور او تورخم ترمنځ د چلېدونکو موټرو مالکانو او سوداګرو هم مشال راډيو ته ويلي وو چې د هغه پرلت له کبله نه یوازې د خوراکي توکو په رسولو کې مشکلات لري بلکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سبزیو او مېوو لارۍ هم ايسارې شوې دي.

په ۲۰۱۳م کال کې د خيبر د تيرا په راجګل سيمه کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له امله څه باندې ۲۰ زره کورنۍ بې کوره شوې وې او په جمرود کې دېره شوې وې. د دې کډوالو مشران وايي چې حکومت په ۲۰۲۲م او ۲۰۲۳م کلونو کې تر احتجاجونو وروسته څه باندې ۶۰ سلنه کډوالو ته د ستنېدو اجازه ورکړه خو سلګونه کورنۍ لا هم د کډوالۍ ژوند تېروي.

د راجګل کډوالو مشر ملک نصير کوکيخېل وايي تر څو چې هغوی ته خپلو کلیو ته د ستېندو اجازه نه وي ورکړل شوې او هلته د بيارغونې کارونه نه وي پيل شوي، تر هغو به يې احتجاجي پرلت روان وي.

نوموړی زياتوي: "موږ د لارې بندېدو په تاوانونو پوهېږو. دا ټول زموږ وروڼه دي، که شينواري دي که نور دي او دا ډول د افغانستان په مشکلاتو هم خبر يو، خو زموږ مشکلات ډېر غټ دي ځکه چې له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې زموږ کورونه بند دي او موږ خپلو کورونو ته نه شو تلای."

د پېښور کميشنر ریاض مسید او د خيبر انتظامي مشر (ډپټي کميشنر) ثنا الله خان د راجګل کډوالو له کمېټې سره مذاکرات کړي خو تر اوسه يې نتيجه نه ده ورکړې.

بل خوا په خیبر کې مېشت پاکستانيو امنیتي ځواکونو ويلي چې په راجګل کې اوس هم داسې ځایونه شته چې هلته وسله وال موجود دي او چې کله دغه ځايونه له وسله والو پاک کړي نو بيا به پاتې کډوالو ته د ستنېدو اجازه ورکوي.

تر دې وړاندې، په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت هم د پاکستان له حکومته غوښتي وه چې د افغان تجارت پر وړاندې دې د تورخم او پېښور تر منځ غځېدلې لاره خلاصه کړي.

دغه سفارت د اګست پر ۲۸مه (وږي ۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه په یو خپور شوي بیان کې ویلي وو، چې د تورخم دروازه څو ځلې د تازه میوو او سبزیو په موسم کې د افغان تجارت پر وړاندې بنده او خلاصه شوې ده.

خبرپاڼې زياته کړې وه: "دا مهال څه کم ۲۰۰۰ لارۍ له تورخمه پېښور ته په لاره کې یادو خلکو درولې دي، چې په میلیونونو ډالر زیان یې افغان تجارانو ته رسېږي."

د طالبانو سفارت په خبرپاڼه کې ويلي وه چې د لارې بندېدو موضوع يې له پاکستاني چارواکو او اداراتو سره "مکرراً شریکه کړې" او هغوی یې د ژرترژره حل ژمنه کړې، خو په وينا يې تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی.

د پاکستان حکومت او پوځ لا تر اوسه د طالبانو د سفارت او نورو کسانو غوښتنو ته رسمي ځواب نه دی ويلی.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي موټر او لارۍ تېرېږي.

دا لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.