پاکستان د افغانستان د سولې کنفرانس وځنډوه 

پاکستان نه دي‌ ویلي‌ چې ولې یې دا کنفرانس ځنډولی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د افغانستان د سولې په اړه یې پلان شوی کنفرانس ځنډولی.

ټاکل شوې وه چې دا درې ورځنی کنفرانس د شنبې په ورځ جولای ۱۷ (چنګاښ۲۶) په اسلام اباد کې پیل شوی وای.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات نن په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې د دغه کنفرانس د بیا کېدو په اړه به جزییات وروسته اعلان شي.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ذاهد حسین چوهدري رسنیو ته ویلي وو چې پاکستان دا کنفرانس ځکه بللی چي د افغانستان د سولې په اړه روانې هلې ځلې نورې هم چټکې شي.

راپورونه وايي چې دغه کنفرانس ته له افغانستان څخه هم د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر سیاستوال بلل شوي ‌وو.

پاکستان په ښکاره نه دي ویلي چې ولې یې دا کنفرانس ځنډولی دی، خو په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خورا پیچلې شوي دي.

تېره ورځ د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په پاکستان تور ولګوه چې هوایي ځواکونه یې په افغانستان کې د طالبانو سره مرسته کوي او دا چې افغان هوايي‌ځواک ته یې خبرداری ورکړی که په سپین بولدګ کې یې د طالبانو په ضد برید وکړ، هغوی به عکس العمل وښيي.

خو د پاکستان حکومت دا تورونه رد کړل.

د افغانستان حکومت تل پاکستان تورن کړی دی چې د طالبانو مشران ساتي او جنګیالي یې روزي او بیا یې افغانستان ته د جګړې لپاره استوي، خو پاکستان دا تورونه نه مني.