د لاس رسي وړ اتصالات

نادري: د طالبانو وروستیو جګړو او کړنو ۱۳میلیونه افغانان زیانمن کړي


د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون وايي چې د وروستیو جګړو له امله د افغانستان په زیاترو ولایتونو کې د عامه خدماتو د وړاندې کولو بهیر ودرول شوی چې له امله یې ۱۳میلیونه افغانان زیانمن شوي دي.

د دغه کمېسیون رئيس نادر نادري د پنجشنبې په ورځ جولای ۱۵ (چنګاښ ۲۴) خبریالانو ته وویل چې په ولایتونو کې د سړو خونو، استنادي دیوالونو، ښوونځیو، روغتونونو، لوبغالو او د اوبو رسولو پروژو د جوړولو چارې د جګړو له امله ودرول شوي دي.

هغه له دې اړخه د ۱۳میلیونه افغانانو زیانمنېدو ته په اشارې وویل: "د ملکي خدماتو لږ تر لږه ۵۰زره کارکوونکي په مستقیمه توګه زیانمن شوي دي چې په دغو ولسوالیو کې یې خدمات وړاندې کول، دا کارکوونکي که د پوهنې، کرنې، اقتصاد، قضا او سارنوالۍ او یا نورو اداري برخو کې دي...په خپلو کورونو کې ناست دي".

د نادري په وینا تر ټولو زیات ګواښونه ښځو ته دي چې په یو شمېر سیمو کې په مستقیمه توګه ورته ویل شوي چې کار ته لاړې نشي او په ځینو سیمو کې له ډاره بهر نشي وتلی.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د موندنو په اساس طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ښځو بشري حقونه په جدي توګه نقض کړي ورباندې یې محدودیتونه لګولي دي.

دغه کمېسیون ویلي چې له شرعي محرم او حجاب پرته له کورونو څخه د ښځو په وتلو د بندیز لګول، د نجونو او ګډو ښوونځیو تړل کېدل، د تلویزیون په لیدلو بندیز، له شرعي محرم پرته له ښځو سره د همکارۍ په تړاو ډاکټرانو، هټیوالو او ډریورانو ته ګواښ هغه بندیزونه دي چې طالبانو په ښځو باندې لګولي دي.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمېسیون رئيس دغه راز وویل چې طالبانو په ۱۱۶ ولسوالیو کې ۲۶۰ عامه ودانۍ تخریب او یا ویجاړې کړې دي.

نادري زیاته کړه چې د نړیوالو منل شویو قوانینو په اساس د دولت ملکي تاسیسات باید له هر ډول تیري څخه خوندي وي، خو طالبانو دغه اصول تر پښو لاندې کړې دي.

له دې وړاندې د بشري حقونو د څار سازمان هم په کندز ولایت کې د طالبانو له خوا د خلکو د کورونو د سوزولو په تړاو انتقاد کړی و.

XS
SM
MD
LG