د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون د عمران خان بریا اعلان کړه

عمران خان

د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې عمران خان ددې هیواد پارلماني انتخابات گټلي دي، خو گوند یې په ټاکنو کې دومره څوکۍ ندي گټلي چې وکړای شي ځانته حکومت جوړ کړي.

دې کمیسیون ویلي دي چې د حکومت د جوړولو لپاره د پاکستان تحریک انصاف گوند چې مشري یې عمران خان کوي باید ایتلافي حکومت جوړ کړي.

عمران خان د پنجشنبې په ورځ خپل گوند د انتخاباتو گټونکی اعلان کړ او په یوه تلویزیوني وینا کې یې ژمنه وکړه چې د فقر او د هیواد په ټولو دولتي ادارو کې به د اداري فساد په ضد مبارزه وکړي.

هغه په خپله ونیا کې همداشان ژمنه وکړه چې پاکستان په یو "بسیا اسلامي دولت" بدل کړي.

بهرنۍ اړیکې

عمران خان ژمنه وکړه چې د گاونډیو هیوادونو – افغانستان او هند- سره د پاکستان اړیکې ښه کړي او په عین وخت کې یې وویل چې د امریکا سره د "متقابلو گټورو" اړیکو غوښتونکی دی.

ښاغلي خان وویل چې جګړې تر نورو ډېر افغانان کړولي او ځورولي دي. پاکستان افغانستان کې امن غواړي او "د پاکستان ثبات د افغانستان د سولې سره تړلی دی".

هغه وویل چې غواړي د افغانستان او پاکستان خلک د اروپايي ټولنې د هیوادونو په څېر له یو بل سره اسانه تګ راتګ ولري.

په انتخاباتو کې د درغلیو ادعاوی

د مسلم لیگ نواز گوند په گډون د پاکستان سیاسي گوندونو ادعا کړې چې په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوې دي او د پاکستان ځواکمن پوځ یې پدې تورن کړی چې د عمران خان د گوند ملاتړ یې کړی دی. خو پوځ دغه ادعاوی رد کړې دي.

د پاکستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم په انتخاباتو کې د درغلیو ادعاگانې رد کړي او د نتیجو د اعلانولو ځنډول یې تخنیکي ستونزې گڼلې وې. د پاکستان د انتخاباتو د کمیسیون رئیس سردار محمد رضا ویلي چې "دغه ټاکنې سل په سلو کې شفافې او منصفانه وې".

بلخوا د پاکستان د بندي شوي پخواني صدراعظم نواز شریف گوند نن د جمعې په ورځ (جولای ٢٧) په پارلماني انتخاباتو کې د عمران خان گوند ته خپله ماتې ومنله.

په پارلمان کې د پاکستان مسلم لیگ نواز گوند غړی او د نواز شریف وراره حمزه شهباز شریف وویل چې "مونږ به د ټولو ملاحظاتو سره سره بیا هم په اپوزیسیون کې پاته شو".

د صدراعظم د اوسیدو په ماڼۍ کې ژوند

ښاغلي عمران خان ویلي دي کله چې د صدرات څوکۍ ته ورسید، نه غواړي چې په اسلام آباد کې د صدراعظم د اوسیدو په ماڼۍ کې واوسیږي، او ددې پر ځای به له هغې نه د حکومت نورو لومړیتوبونو باندې د تمرکز لپاره د ښه حکومتدارۍ د رامنځ ته کیدو او د هیواد د اقتصادي ستونزو پر وړاندې د مبارزې لپاره گټه واخلي.

ښاغلي خان پدې اړه وویل "شرم به وي چې پداسې ستر کور کې ژوند وکړم. دا کور به په یو روزنیز انستیتوت او یا هغه ورته څیز باندې بدل شي. زمونږ ادارې به غښتلې وي او د هر چا سره به حساب کتاب کیږي. لومړی به زه حساب ورکوم او بیا وزیران او نور."