د سولې مشورتي جرګې د سیاف په مشرۍ کار پیل کړ

د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه نن دوشنبه د «اپرېل پر۲۹مه» د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شوه.

ولسمشر غني د یادې جرګې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د جرګې د ګډونوالو دنده د سولې تعریفول دي چې ایا وسله وال طالبان سولې ته چمتو دي که کنه.

نوموړي د جرګې له ګډونوالو وغوښتل چې له سانسور پرته د سولې په اړه خپلو کې نظرونه سره شریک کړي.

ولسمشر غني د جرګې ګډونوالو ته د وینا پرمهال

هغه وویل:"تاسو به هیڅوک هم سانسور نه کړي. هیڅوک او هیڅ قدرت د دې واک نه لري چې تاسې سانسور کړي."

نوموړي همدارنګه زیاته کړه،چې سوله نه د طالب او نه افغان حکومت بلکې سوله د افغان ملت ده چې ګټونکی یې هم یوازې افغان ولس دی.

نوموړي زیاته کړه چې جګړه له تاوتریخوالې پرته بله لار نه چې باید مخه یې ونیول شي.

ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې ګډونوالو ته وینا کې وویل، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو کې مخکني وړاندې شوي شرطونه له منځه وړل شوي او طالبانو ته یې له قید او شرط پرته د خبرو وړاندیز کړی دی.

هغه وویل:د کابل لخوا به طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د مخکني شرط په توګه وړاندې کېدل، هغه مو له منځه یوړل او طالبانو ته مو خواست وکړ چې هر ځای درسره خبرو ته چمتو یوو. بې له کوم قید او شرط درسره خبرې کوو.

نوموړي طالبان چلنچ کړل، که چیري د دوی په منځ کې د «پردیو» خبر نه وي له افغان ملت او افغان دولت سره له مذاکراتو څه وېره لري.

د سولې مشورتي لویه جرګه

نوموړي زیاته کړه: "هغوی چې طالبان یې پخپل ذهني او ستراتیژیکه قبضه کې نیولي دي څوک دي. موږ حاضر یو چې له دغه اسارت څخه د هغوی په ایستلو کې ورسره مرسته وکړو."

هغه وویل، چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغان سولې په اړه ټول نړیوال شرایط چمتو شوي او په دې برخه کې ټول خنډونه او بهانې له منځه وړل شوي دي.

"د افغانستان د جنګ په اړه مو د اسلامي نړۍ نظر بدل کړی دی."

ولسمشر غني د افغان سولې په اړه د سولې مشورتي جرګې د مشرۍ چارې پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف ته وسپارلې.

ښاغلي سیاف هم پخپلو څرګندونو کې وویل چې سوله راتلونکې ده او په دې برخه کې هیڅوک د افغانانو د ارادې په مقابل کې نشي درېدای.

په داسې حال کې چې پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او شمېر نورو سیاسیونو له یادې جرګې سره بایګاټ کړی، ښاغلي سیاف له هغوی وغوښتل چې د جګړې په وروستۍ غونډه کې ګډون وکړي.

د جرګې مشر عبدالرب رسول سیاف وټاکل شو

د یادې جرګې د کمېسیون مشر محمد عمر داودزي د جرګې د پرانیستو په مراسمو کې وویل، چې په دغه جرګه کې ۳۲۰۰ تنه ګډون لري.

نوموړي زیاته کړه چې په یاده جرګه کې د افغان حکومت د وزیرانو، والیانو، معینیانو او قاضي القضات په ګډون ۳۰۰ تنه د مېلمنو په توګه ګډون کړی چې یاد کسان به یوازې د مشورتي لویې جرګې د پرانیستلو او پای ته رسېدو په مراسمو کې ګډون ولري.

د افغانستان د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او د ولایتي شوراګانو استازو د یادې جرګې د غړو په توګه د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون کړی.

نوموړي زیاته کړه چې د پرانیستلو تر مراسمو وروسته به د جرګې ګډونوال په ۵۱ کمېټو کې د سولې په اړه خپل بحثونه پيل کړي چې یوه نیمه ورځ به دوام وکړي.

د داودزي د معلوماتو له‌مخې هره کمېټه به ۸۱ تنه غړي ولري.

د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه چې څلور ورځې به دوام وکړي، د افغانستان د ټولو ولایتونو استازو ګډون کړی دی.

د مسؤلینو د معلوماتو له‌مخې په دغه جرګه کې مېرمنو ته ۳۰ سلنه ونډه ورکړل شوې ده.

د سولې مشورتي لویه جرګه

په دغه څلور ورځنۍ جرګه کې به پر دې بحث وشي چې له طالبانو سره څنګه او پر کومو شرایطو سوله کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو وار له مخې یادې جرګې سره مخالفت ښودلی دی.

د سولې د مشورتي لویې جرګې په مناسبت په کابل ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.