په پاکستان کې چارواکي وايي د دغه هېواد د هوايي شرکت (پي آی اې) یوه الوتکه د کراچۍ په ښار کې غورځېدلې ده.
پاکستاني چارواکو رویټرز او فرانس پرس خبري اژانسونو ته ویلي دي چې معمولآ په دا ډول الوتکو کې شاوخوا ۱۰۰ تنه مسافر لیږدول کیږي او اته کسان نور هم د الوتکې پیلوټ او کارکوونکي وو.
احتمال شته چې په دغې الوتکې کې سپاره ټول کسان مړه شوي وي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دغې پېښې له قربانیانو او پاکستان له حکومت سره خواخوږي ښودلې ده.
ښاغلي غني په خپل ټویټر کې ویلي دي چې افغانان به په دغه سخته ورځ له پاکستانیانو سره ولاړ وي.
۱/۳ پاکستان کې د لوېدلې الوتکې د قربانیانو په اړه د جمهوررئیس محمداشرف غني د تسلیت پیغامپه خواشینۍ سره خبر شوم چې کراچۍ ښار ته څېرمه د پاکستان د نړیوال هوایي شرکت د مساپر وړونکې الوتکې د لوېدو پېښه کې مساپرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. انالله وانا الیه راجعون
— ارگ (@ARG_AFG) May 22, 2020
د پي آی اې هوايي شرکت ویاند عبدالستار د دغې پېښې پخلی کړی دی خو د الوتکې د غورځېدو علت لا معلوم نه دی.
د پي آی اې ۳۲۰ډوله الوتکې له لاهور ښار څخه کراچۍ ته مسافر انتقالول چې کراچۍ ښايي هوايي اډې ته نژدې د ماډل ټاون په سیمه کې غورځېدلې ده.
لا معلومه نه ده چې د الوتکې د غورځېدو له کبله د سیمې خلکو ته هم مالي او ځاني زیانونه اوښتي که نه.
په ټولنیزو رسنیو کې د الوتکې د غورځېدو ځينې ویدیوګانې هم خپرې شوې دي.
#pia plane crashed pic.twitter.com/cEq01CRDow
— Different Angle (@AchayDinAaingay) May 22, 2020
د پاکستان پوځ وايي چې څرخي الوتکو یې د ژغورنې عملیات پیل کړي دي او د کراچۍ ښار په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
په ۲۰۱۶ کې د همدغه هوایي شرکت یوه بله الوتکه د چترال نه اسلام اباد ته په لار د حویلیا په سیمه کې غورځېدلې وه چې ۴۸کسان په کې مړه شوي وو.