لکي مروت کې پوليسو د پوځ او استخباراتي ادارو خلاف احتجاج کړی

د پاکستان پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري تیره اونۍ خبریالانو ته وويل چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره پوځ، پوليس او نورې قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ تر ۱۳۰ زيات عمليات کوي.

د خيبر پښتونخوا په جنوبي ولسوالۍ لکي مروت کې لسګونو پوليسو د سپټمبر پر نهمه (وږي ۱۹) د پوځ او استخباراتي ادارو د غړو د "لاسوهنو" خلاف احتجاج وکړ.

پوليسو د احتجاج په توګه د لکي مروت په تاجه زۍ سيمه کې کراچۍ ته تلونکې لویه لاره تړلې او پرلت يې وهلی دی. د پوليسو په يونيفورم او ساده جامو کې دغو پوليس سرتېرو تور پورې کړ چې په ولسوالۍ کې يې تر هغه وروسته ناامني راغلې چې کله پوځ هلته تللی دی.

دوی د احتجاج پر مهال د پوځ او استخباراتي ادارو خلاف شعارونه ورکړل او زياته يې کړه، چې "د ترهګرۍ تر شا (د پوځ) يونيفارم دی." هغوی وويل چې "نامعلوم" کسان ورته "معلوم" دي.

په پاکستان کې د "نامعلوم" اصطلاح په عامه توګه د هغه هېواد د پوځ او استخباراتي ادارو د کارکوونکو لپاره کارول کېږي. هلته چې د سړي تښتونې او وژنې پېښه وشي او مسوليت يې څوک ونه مني نو زياتره وخت ګوته د پوځ او استخباراتي ادارو غړو ته نيول کېږي.

د احتجاج له ګډونوالو سره د خبرو لپاره د لکي مروت د پوليسو مشر او د هغې ولسوالۍ انتظامي مشران ورغلل او له هغوی يې د پرلت ختمولو غوښتنه وکړه، خو پوليسو په يوه خوله ورته وويل چې تر څو پوځ له لکي مروت څخه نه وي وتلی، نو د هغوی احتجاج به روان وي.

د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو لا د لکي مروت د پوليسو د تورونو او غوښتنو په اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې يې په وار وار ويلي چې پوځ ډېرې "قربانۍ" ورکړي او په سيمه کې يې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د سپټمبر پر پنځمه (وږی ۱۵) په راولپينډۍ يوې خبري غونډې ته وويل چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره په هغه هېواد کې پوځ، پوليس او نورې قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ تر ۱۳۰ زيات عمليات کوي.

د لکي مروت پوليسو دا احتجاج تر هغه وروسته کړی چې په تېرو څو ورځو کې په هغه ولسوالۍ کې په وسله والو بريدونو کې لږ تر لږه څلور پوليس ووژل شول. تر دې وړاندې هم په دا وروستيو کې په لکي مروت او د خيبر پښتونخوا په جنوبي ولسواليو کې يوشمېر پوليس وژل شوي دي.

د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد پوليسو ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي چې په هغه ايالت کې د روان ۲۰۲۴م کال د اګست تر مياشتې پورې په وسله والو بريدونو کې ۷۶ پوليس وژل شوي دي.

د سپټمبر پر نهمه احتجاجي پرلت ته په وينا کې د لکي مروت يو پوليس رشيد خان تور پورې کړ چې "په لکي مروت کې چې هر څه کېږي، ای اېس ای، اېم ای او پوځ يې کوي."

نوموړي د پاکستان پوځ ته په اشارې وويل چې "ته له لکي مروت ضلعې څخه ووځه، موږ پوليس په درو مياشتو کې امن راولو."

احتجاج کوونکو زياته کړه چې پولیس ته دي اختيارات ورکړل شي او هغوی د حکومت او ولس په مرسته د سیمې امنیت ټینګولی شي.

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په جنوبي ولسواليو ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، ټانک او بنو کې په دې وروستيو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوي چې په ځانګړې توګه پوليس په نښه کېږي او پر دې سربېره هدفي وژنې او د خلکو تښتول هم زيات شوي دي.

دا چې پر پوليسو بريدونه ولې زيات شوي او ولې هغوی زيات په نخښه کېږي، د سياسي او امنيتي چارو شنونکي عيسی خان ترين امريکا غږ ته وويل چې پوليس په ولس کې دننه کار کوي او په لارو کوڅو کې ولاړ وي نو د وسله والو لپاره د هغوی په نخښه کول نسبتاً اسان وي.

هغه وويل: "د پوليسو اساسي کار د ترهګرۍ خلاف جنګ نه دی بلکې هغوی په ټولنه کې د جرايمو د مخنيوي او د قانون پلي کولو لپاره روزل شوي وي. بل خوا پوليس هغسي وسلې او تجهيزات نه لري چې د ترهګرو خلاف وجنګېږي يا د هغوی موثره مخنيوی وکړي."

ترين زياته کړه چې پوځ او سرحدي ځواکونه له ولسه ليرې په خپلو مرکزونو يا چاوڼيو کې وي، نو د وسله والو ډېر زور نه ورباندې رسېږي، خو د هغه په وينا د پوليس تاڼې او دفترونه بيا د ښار په منځ کې وي چې په اسانه هدف ګرځېدای شي.

بل خوا د امنيتي چارو پوه او ليکوال فخر کاکاخېل وايي چې د خيبر پښتونخوا جنوبي ولسوالۍ د هغه ايالت له قبايلي ولسواليو سره شريکه پوله لري نو ځکه په جغرافيايي توګه "زيان پذيره" دي.

نوموړی زياتوي: "هلته بېخبنا او ادارې هم کمزورې دي او پوليس پرمختللي وسايل او سالمه روزنه نه لري."