افغانستان کې ۹.۹ ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین پيل شو

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبه مۍ ۲۳ (غبرګولې دوهمه) په ټول هیواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېدو خبر ورکړ.

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د پولیو ضد واکسین کمپاین په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) په همکارۍ پيل شو.

د روغتیا وزارت ویلي چې د یاد کمپاین پر مهال به تر پنځه کلنۍ کم عمره ۹.۹ میلیون افغان ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورکړل شي.

د بیان له مخې دا په روان کال کې د پولیو واکسین څلورم پړاو سرتاسري کمپاین دی چې تر سره کیږي.

روغتیا وزارت ویلي چې د پولیو ضد واکسین کمپاین سره هم مهاله له شپږو میاشتو څخه تر پنځه کلنۍ پورې ماشومانو ته دناروغیو په مقابل کې د بدن معافیت لوړولو لپاره (A) ویټامین هم ورکول کیږي.

په بیان کې راغلي چې په دغه کمپاین کې هغه سرد سیره ولایتونه هم شامل دي چې تر دې مخکې د پولیو واکسین ضد کمپاین څخه پاتې شوي و.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزیر قلندر عبادي ویلي چې اوس مهال په دغه هیواد کې د ماشومانو د پولیو ضد واکسین د کمپاین تطبیق زمینه برابره شوې او له روغتیايي کار کوونکو او واکسیناتورانو څخه یې غوښتي چې د ګوزڼ له منځه وړلو په برخه کې هڅې زیاتې کړي.

دغه طالب چارواکی پر داسې مهال د پولیو ضد واکسین کمپاین تطبیق ته د زمینې برابرېدو خبر ورکوي چې په تیره فبروري میاشت کې دپولیو واکسین کمپاین د پیل پرمهال په تخار او کندز ولایتونو کې اته واکسیناتوران په ډزو ووژل شول.

ملګرو ملتونو د فبرورۍ پر ۲۴ مه وویل چې څلور واکسیناتوران په کندز ښار او درې تنه نور د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې او یو بل تن د تخار په ښار کې ووژل شو.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس افغانستان د پولیو ناروغۍ ورک کېدو ته نژدې شوی او په خبره یې د روان میلادي کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله یوازې په پکتیکا ولایت کې د پولیو یوه مثبت پېښه ثبت شوې ده.

یاد وزارت ویلي چې ددغه یوې مثبتې پېښې ژنیتیکي ریښه د پاکستان د کویټې د پولیو مثبت ویروس سره تړاو لري.

تیر میلادي کال په افغانستان کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوي شوي وې چې درې یې په کندز ولایت او یوه یې په غزني ولایت کې ثبت شوې وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې نن دوشنبه په ټول افغانستان کې د ماشومانو د پولیو ضد او ویټامین (A) کمپاین پيل شو.

یونیسف له ټولو والدینو څخه غوښتي چې خپل ماشومان واکسین کړي.