د پولیو د مخنیوي لپاره د روغتیاپالانو سپارښتنې

روغتیاپالان سپارښتنه کوي چې کوچنیان باید د ګوزن واکسین د کمپاینونو په جریان کې منظم واکسین واخلي، ترڅو د بدن دفاعي ځواک یې لوړ او د ناروغیو پر وړاندې پیاوړي شي. عکس- ارشیف

روغتیاپالان له مېندو او پلرونو څخه غواړي چې د پولیو څخه د ماشومانو د ساتنې او په ویروس اخته ماشومانو څخه د نورو کوچنیانو د ساتلو د څرنګوالي په اړه د روغتیايي متخصصینو او ډاکټرانو سپارښتنې په جدي توګه تعقیب کړي.

د دوی په وینا، په کابل کې د ماشومانو په روغتونونو کې اکثر وخت د ناروغانو شمېر لوړ وي او ګڼ ماشومان پر یو مهال تر درملنې لاندې وي.

دا چې کوم ماشوم پر ګوزڼ ویروس ککړ وي او څرنګه نور ترې وساتل شي، روغتیاپالان وايي چې میندو او پلرونو ته باید ډاکټران په دې اړه معلومات ورکړي، د روغتون چاپیریال ته پاملرنه وشي او خلکو ته د حفظ الصحې د مراعتولو سپارښتنه هم وشي.

کابل کې د کتلوي معافیت پخوانی مسؤول، ډاکټر ګلاخان ایوب پدی هکله امریکا غږ ته وویل: "په دې کې شک نشته چې د پولیو ناروغۍ د خطر په اړه تولنه ډیر کم معلومات لري، خو په دې وژونکې او تل پاتې معلولونکې ناروغۍ ټول ډاکټران او روغتیایي کارکونکې ډیر ښه پوهیږي، نو دا د ډاکټر صاحبانو مسؤولیت دی چې د ماشومانو پالونکي د دې ناروغۍ د خطر څخه خبر کړي."

نوموړي زیاته کړه، ډاکټرانو ته په کار ده چې هغوی ته په اوبه او صابون د لاسونو د مینځلو سپارښتنه وکړي، تر څو ماشومان یې د ډوډۍ خوړلو نه مخکې او د حاجت د رفع کولو نه وروسته په پاکو اوبو او صابون سره لاسونه پرمینځي او دا عادت خپل کړي، چې دې سره د پولیو د ناروغۍ خطر ډیر زیات کمیدلی شي.

د نوموړي په وینا، کوچنیان باید د ګوزن واکسین د کمپاینونو په جریان کې منظم واکسین واخلي، ترڅو د بدن دفاعي ځواک یې لوړ او د ناروغیو پر وړاندې پیاوړي شي.

د نوموړي په وینا: "د دې تر څنګ، که د کوچنیانو پالونکو خپلو ماشومانو ته ورځني واکسینونو په تیره بیا د پولیو واکسین نه یې ورکړي، نو باید دوی ته لارښونه وشي چې د واکسین د ټاګلي مهال ویش له مخې ټول واکسینونه په تیره بیا د پولیو واکسینونه واخلي او هر ځلې چې کمپاینونه ترسره کیږي د کمپاین په لړ کې هم باید ماشومانو ته د پولیو د واکسین څاڅکي ورکړي، ترڅو چې خپل ماشومان یې خوندي پاتې شي."

د روغتیا د برخې فعالان وایي که میندې او پلرونه او په مجموع کې ټول خلک د ګوزن ویروس په وړاندې، ګډ لوری ونیسي، نو په کمه موده کې دا ویروس له افغانستان څخه پاکیدلی شي.

دوی ټینګار کوي چی خلک باید له واکسیناتورانو او د روغتیاپالانو سپارښتنې مهمې وبولي او په ورځني ژوند کې هغه پلي کړي.