بغلان کې د کوچیانو ماشومان هم واکسین شوي- روغتیایي چارواکي

انځور: آرشیف

د بغلان ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې په تېر کمپاین کې د نورو ماشومانو تر څنګ، د کوچیانو ماشومانو ته هم د پولیو ضد واکسین تطبیق شوی.

کوچیان معمولاً له ښاري سیمو څخه لیرې، د کېږدیو لاندې شپې او ورځې تېروي، او ډیر وختونه د ژوند له بیلابیلو اسانتیاو لکه روغتیایي خدمتونو بې برخې پاتې کیږي.

د بغلان ولایت د روغتیایي چارواکو په وینا، پخوا به ګڼ شمېر د کوچیانو ماشومان له واکسین څخه پاتې کیدل، او له دې وروسته به د واکسیناسیون د ځانګړو پلانونو د تطبیق له لارې هغوی ته لازمه رسیدګي وشي او هیڅ ماشوم به یې له واکسین څخه پاتې نشي.

په بغلان کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر مسعود احمدي، امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو ضد وروستی کمپاین په بریالیتوب سره پای ته ورسید او د کوچیانو د ماشومانو په ګډون، ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسین ورسید.“

د نوموړي په وینا، په تېر کمپاین کې واکسیناتوران د کوچیانو مینو او کیږدیو ته ورغلي او د هغوی ماشومان یې واکسین کړي. په راتلونکې کې به هم د کوچینانو د ماشومانو د واکسین لپاره ځانګړي ټیمونه په پام کې ونیول شي، تر څو ماشومان یې له واکسین څخه پاتې نشي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه: ”موږ هڅه کوو چې د همکارو روغتیایي بنسټونو په ملتیا، د بغلان ولایت ټولو ولسوالیو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړو، او د کوچیانو په ګډون ټولو خلکو ته د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه پیغامونه ورسوو.“

په کابل کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید، امریکا غږ ته وویل: ”دا چې کوچیان تل د حرکت په حال کې وي، نو ډیر احتمال لري چې له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د پولیو ویروس انتقال کړي.“

د نوموړي په وینا، د پولیو د له منځه وړلو پروګرام، دې ټکي ته ځانګړې پاملرنه کړې، او په لویو لارو کې د ګرځنده ټیمونه په واسطه د کوچیانو په ګډون د مسافرو کورنیو ماشومان واکسینوي، تر څو د پولیو ویروس د لیږد مخه ونیول شي.

بل لوري ته، یو شمېر بغلان مېشتي کوچیان سره له دې چې د ګوزڼ ناروغۍ په اړه زیات معلومات نلري، له روغتیایي چارواکو غواړي چې د دوی ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق کړي.

د بغلان ولایت دوو تنو کوچیانو، مرجان او ګل محمد، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”موږ اوس د ګوزڼ ضد واکسین په ګټو پوهیدلي یو، او له روغتیایي کارکوونکو غواړو چې زموږ مینو ته راشي او زموږ ماشومان واکسین کړي، تر څو له ګوزڼ څخه وژغورل شي.“

د بغلان ولایت بل اوسیدونکی، عبدالقدوس، بیا خپل نظر داسې شریکوي: زه له روغتیایي چارواکو غواړم چې د کوچیانو ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او باید په هر کمپاین کې د هغوی ماشومان واکسین کړي، ځکه له ښاري سیمو او کلینیکونو لیرې پراته دي.