د فراه اوسیدونکي له چارواکو غواړي د ټولو ماشومانو د واکسینولو لپاره زمینه برابره کړي

انځور له آرشیف ځخه اخیستل شوی

د فراه ولایت د لرې پرتو سیمو یو شمېر اوسیدونکي ګوزڼ یوه خطرناکه ناروغي بولي او له روغتیایي چارواکو غواړي چې د ټولو ماشومانو د واکسینولو لپاره زمینه برابره کړي.

د فراه ولایت یو شمېر سیمه ایز اوسیدونکي لا هم د ګوزڼ ناروغۍ د ګواښ په اړه اندیښمن دي او له روغتیایي چارواکو غواړي چې د دې ناروغۍ د چټک خپریدو ماهیت ته په کتو سره د ټولو ماشومانو لپاره د واکسین زمینه برابره کړي.

د فراه ولایت د بالا بلوک ولسوالۍ اوسیدونکي، عبدالمالک ځلاند امریکا غږ ته وویل: ”پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده چې د مخنیوي یواځنۍ لار ېې واکسین دی. له چارواکو څخه مو غوښتنه دا ده چې زموږ ټول ماشومان واکسین کړي.“

د دې تر څنګ، د فراه ولایت یو شمېر ټولنیز فعالان وایي چې اوس مهال پدې ولایت کې د ګوزڼ ضد مبارزې لپاره مناسب شرایط برابر شوي او باید ترې ګټه پورته شي او د لرو پرتو سیمو ټول ماشومان واکسین شي.

د فراه یو تن ټولنیز فعال، نجیب الله محمدي وایي، اوس د فراه په ګډون په ټول افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی او د لرې پرتو سیمو د ماشومانو د واکسینولو لپاره زمینه برابره شوې.

د ښاغلي محمدي په وینا، روغیتایي چارواکي باید لرو پرتو سیمو ته پاملرنه وکړي او هیڅ ماشوم باید له واکسین څخه پاتې نشي.

په ورته مهال، د فراه روغتیایي مسؤولین هم ډاډ ورکوي چې د پولیو واکسین په وړاندې ننګونې له منځه تللي او دوی هڅه کوي چې هغو سیمو ته لومړیتوب ورکړي چې د لوړ ګواښ سره مخ دي او پخوا له واکسین څخه محرومې پاتې شوي.

د فراه د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت آمر، واحد خان وحیدي پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”موږ د ۲۰۲۲ کال لپاره شپږ کمپاینونه په پام کې لرو، چې په ترڅ کې به ېې هغه ولسوالۍ چې له لوړ ګواښ سره مخ دي او یا پکې د پولیو پیښې لیدل شوي، د واکسین تر پوښښ لاندې ونیول شي.“

روغتیا پالان وایي چې د پولیو ناروغي درملنه نلري، خو د مخنیوي یواځنۍ لار ېې ماشومانو ته د دوو څاڅکو واکسین ورکول دي.