د پولیو ضد واکسین په اړه د عامه پوهاوي د پروګرامونو د زیاتوالي غوښتنه

د ۲۰۲۲ کال د دسمبر میاشتې د پولیو کمپاین

د هلمند ولایت د یو شمېر لیرې پرتو سیمو اوسیدونکي د پولیو ضد واکسین په اړه د عامه پوهاوي د پروګرامونو د زیاتوالي غوښتنه کوي.

د هلمند د ځایي اوسیدونکو په وینا، لا هم په مرکز او ولسوالیو کې ځینې کورنۍ شته چې د پولیو ناروغۍ د ناوړه پایلو او د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه اړین معلومات نلري. له همدې کبله په دغو سیمو کې د عامه پوهاوي پروګرامونو ته زیاته اړتیا لیدل کیږي.

د هلمند ولایت یو تن اوسیدونکي، بلال احمد، امریکا غږ ته وویل: ”که څه هم ‌ډیری خلک د ګوزن ضد واکسین په ګټو پوهیږي، خو لا هم ځینې کورنۍ شته چې د معلوماتو د کموالي له امله خپل ماشومان نه واکسینوی. موږ له مرستندویه ادارو غواړو چې د پولیو د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي.

بل لوري ته، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف ادارې د پولیو د څانګې مسؤولین وایي چې دوی د هلمند په ګډون په ټوله سویلي حوزه کې په منظم ډول د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کوي.

د یونیسف ادارې د پولیو د له منځه وړلو د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه امریکا غږ ته وویل: ”یونیسف د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کوي، تر څو خلکو ته د پولیو ضد واکسین او نورو واکسینونو په اړه روغتیایي پیغامونه ورسوي.

د نوموړي په وینا، د عامه پوهاوي د پروګرامونو دغه لړۍ به د هلمند د مرکز په ګډون په ټولو لیرې پرتو ولسوالیو کې دوام ومومي، تر څو خلک وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

روغتیا پالان وایي چې د پولیو ناروغۍ درملنه نلري او د مخنیوي یواځنۍ لار یې له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق دی.