په افغانستان کې د پولیو د تازه پېښو وروسته، په قطر کې څلور ورځنۍ ناسته وشوه – روغتیایي مسؤولین

انځور: آرشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مالي صندوق (یونیسف) روغتیایي مسؤولین وایي چې په افغانستان کې د پولیو د تازه پېښو وروسته د قطر هېواد په پلازمینه دوحه کې څلور ورځنۍ ناسته وشوه.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف ادارې په وینا، د دغې څلور ورځنۍ ناستې موخه په تېرو شپږو میاشتو کې د ترسره شوي مبارزې ارزونه، او په راتلونکې کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره د پریکړو په ډاګه کول دي.

په یاده غونډه کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز د مسؤولینو سربیره، په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف ادارې او د روغتیا د نړیوال سازمان ځینو استازو هم ګډون کړی.

په کابل کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید، امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو له منځه وړلو نړیوال نوښت له لوري د افغانستان او پاکستان په هکله د نړیوال تخینکي او مشورتي ډلې څلور ورځنۍ غونډه په دوحه کې ترسره شوه. په غونډه کی په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو د پروګرامونو ارزونه کیږي.“

د نوموړي په وینا، پدې ناسته کې به د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام عملیاتي چاري او پر وړاندې یې پراته ګواښونه او ننګونې وارزول شي، او د پلان شویو کارونو پرمختګونه او پایلې به وڅیړل شي.

ښاغلي کمال شاه زیاته کړه: ”د ناستې په وروستۍ ورځ به افغانستان او پاکستان هیوادونو ته په راتلونکو شپږو میاشتو کې د پولیو د له منځه وړلو په هکله اړینې سپارښتنې وشي، او دواړو هېوادنو به یې د تطبیق لپاره د عملي ګامونو د پورته کولو ژمنه وکړي.“

بل لوري ته، یو شمېر کابل ښاریان وایي چې د افغانستان په ختیځ کې د ګوزڼ د پرله پسې پېښو له امله اندیښمن شوي، او له نړیوالو روغتیایي ادارو غواړي چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکي، اجمل، امریکا غږ ته وویل: ”په ننګرهار کې د یوې میاشتې په اوږدو کې د پولیو د څلورو مثبتو پېښو شتون موږ زیات اندیښمن کړي یو، له همدې کبله له نړیوالو مرستندویه ادارو غواړو چې زموږ له روغتیایي بنسټونو سره مرسته وکړي، تر څو د ګوزڼ ټغر له افغانستان څخه ټول شي.“

د روان ۲۰۲۳ میلادی کال په مې میاشت کې د پولیو ناروغۍ څلور پرله پسې مثبتې پېښې ثبت شوي. دا د دې ټکي ښکارندویي کوي چې افغانستان لا هم د پولیو ویروس له ګواښ څخه په امان کې ندی.