خبریالان: رسنۍ د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې ګټور رول لري

انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

په کابل کې یو شمېر خبریالان وایي چې رسنۍ کولای شي د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د پام وړ رول ولوبوي.

په کابل کې ځیني خبریالان له روغتیایي سکتور سره په دوامداره همکارۍ ټینکار کوي او وایي چې دوی کولای شي د رسنیو له لارې د عامه پوهاوي پروګرامونه عملي کړي، تر څو د ماشومانو په واکسین کې ځنډ رانشي.

د پژواک خبري آژانس خبریال، رقیب ساحل امریکا غږ ته وویل: ”په تېرو کلونو کې رسنیو له بیلابیلو لارو افغانانو ته د روغتیا په اړه، په ځانګړي ډول د پولیو ناروغۍ د مخنیوي په اړه اړین معلومات وړاندې کړي.“

ښاغلي ساحل زیاته کړه، له نیکه مرغه د دغو معلوماتو پر مټ ګڼ شمېر کورنۍ د پولیو ناروغۍ په ګواښونو او د واکسین په ګټو پوهیدلي او خپل ماشومان واکسینوي.

په کابل کې د لمر تلویزیون خبریاله، فرشته هوتک پدې هکله وایي: ”اوس هم ډېر کار ته اړتیا ده او باید رسنۍ د پولیو ناروغۍ د له منځه وړولو په برخه کې له روغتیایي بنسټونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.“

د نوموړې په وینا، پدې توګه به په افغانستان کې له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان دا حق ولري چې د د دغې ناروغۍ له ګواښ پرته ژوند وکړي.

بل پلو، د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤولین هم د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د رسنیو رول اغېزناک ارزوي او زیاتوي چې دوی توانیدلي دي چې د راډیو او تلویزیون له لارې ګڼ شمېر خلکو ته د پولیو واکسین د ګټو په اړه معلومات وړاندې کړي.

په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”موږ په لرو پرتو سیمو کې د راډیو له لارې او په ښاري سیمو کې د تلویزیون له لارې خلکو ته روغتیایي پیغامونه رسولي.“

د ښاغلي مومن په وینا، دوی پدې اړه بیلابیلې سروې ګانې کړي او دا ټکی په ډاګه کوي چې رسنیو د پولیو ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې اغیزناک رول لوبولی.

که څه هم د پولیو ناروغۍ په اړه د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف ادارې له لوري په افغانستان کې د عامه پوهاوي په برخه کې له بیلابیلو لارو زیات کار شوی، خو د رسنیو له لارې د روغتیایي پیغامونو او راپورونو خپرول د خلکو د ذهنیت په جوړولو او روغتیا ساتنه کې ګټور رول لوبولی شي.