د چمن او سپین بولدک په دروازو کې مسافرینو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق کیږي

د پولیو واکسین

د سویلي ولایتونو د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤولین وایي چې له دې وروسته به د چمن او سپین بولدک په دروازو کې ټولو مسافرینو ته، پرته د عمر په پام کې نیولو سره د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.

پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د پېښو زیاتوالي ته په کتو سره، د افغانستان د پوليو ضد مبارزې مسؤولینو پرېکړه کړې چې د چمن او سپین بولدک په دروازو کې به د هر عمر لرونکو مسافرینو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.

دوی یادونه کوي چې اوس مهال په یادو دروازو کې یوازې ماشومانو ته او هغو مسافرینو ته چې پاسپورت له ځانه سره لري، د پولیو ضد واکسین تطبیق کیږي.

په سویلي ولایتونو کې د پوليو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول، ډاکټر صدیق الله پتیال‌، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”د یوې یا یوې نیمې میاشتې په اوږدو کې به د چمن او سپین بولدک په دروازو کې د پولیو ضد واکسین پنځه مرکزونه (دوه د ښځینه وو لپاره او درې د نارینه وو لپاره) پرانیستل شي.“

د نوموړي په وینا، د یادو مرکزونو له لارې به د هر عمر لرونکو مسافرینو ته چې د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ راتګ کوي، د پولیو ضد واکسین تطبیق شي، تر څو د پولیو ویروس د لیږد مخه ونیول شي.

د پوليو ضد مبارزې مسؤولین وایي چې دوی په منځني ډول هره میاشت ۷۰۰۰۰ تنو ماشومانو ته چې له خپلو کورنیو سره د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ راتګ کوي. د پوليو ضد واکسین تطبیقوي.‌

سره له دې چې پاکستاني چارواکو دې هیواد ته د تلونکو افغانانو لپاره شرایط سخت کړي، خو په سویلي ولایتونو کې د پوليو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤولین وایي چې هره ورځ د چمن او سپین بولدک له لارې کابو ۱۵۰۰۰ کسان پاکستان ته اوړي.

روغتیا پالان وایي چې د پولیو ویروس د لیږد او د پولیو ناروغی د خپریدو د مخنیوي یواځنۍ لاره د پولیو ضد واکسین دی، او خلک کولای شي په ډاد سره خپلو ماشومانو ته یاد واکسین تطبیق کړي.