افغانستان ته د نه واکسین شویو ماشومانو په ورتګ اندېښنې

انځور: آرشیف

د افغانستان د جنوبي حوزې د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤولین وایي چې هره ورځ سلګونه ماشومان چې واکسین یې ندی کړی، له پاکستان څخه افغانستان ته دننه کیږي.

دوی زیاتوي چې تېر میلادي کال پاکستان د پولیو تر ټولو زیاتې پېښې درلودې چې ډیری یې له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې ثبت شوي، او دا ستونزه د افغان ماشومانو د روغتیا لپاره لوی ګواښ بلل کیږي.

د جنوبي حوزې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر صدیق الله پتیال، امریکا غږ ته وویل: ” د پولیو ضد نړیوالې مبارزې د اصولو پر بنسټ پاکستان ته تلونکي ماشومان باید افغاني لوری، او افغانستان ته تلونکي ماشومان باید پاکستاني لوری واکسین کړي، خو موږ ولیدل چې په یوه ساعت کې کابو ۲۰۰ بې واکسینه ماشومان افغانستان ته دننه شوي چې دا خبره د اندېښنې وړ ده.“

د نوموړي په وینا، د چمن او سپین بولدک دروازو له لارې هره ورځ د سلګونه بې واکسینه ماشومانو دننه کیدل یوه جدي ستونزه ده، چې له پاکستاني لوري سره د همغږۍ د زیاتوالي په واسطه باید حل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف اداره له دواړو هیوادونو سره د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې ګډ کار کوي.‌

کابل کی د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید، امریکا غږ ته وویل: ”له یوه پلوه افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هیوادونه دي چې د پولیو ناروغي پکې شتون لري، او له بل لوري د دواړو هیوادو تر منځ د خلکو تګ راتګ زیات دی، نو ښکاره خبره ده چې د پولیو ویروس د انتقال احتمال هم پکې لوړ دی.

د نوموړي په وینا، اوس د بل هر وخت په پرتله د افغانستان او پاکستان د پولیو د له منځه وړلو د پروګرامونو تر منځ زیاتې همغږۍ ته اړتیا لیدل کیږي، تر څو هیڅ مسافر ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.

روغتیا پالان له هغو کورنیو څخه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ راتګ کوي، غواړي چې باید د سفر پر مهال د خپلو ماشومانو واکسین ته جدي پاملرنه وکړي.