د کوچیانو د پسرلنۍ سفر پر مهال به د هغوي ټول ماشومان واکسین شي – روغتیایي مسؤولین

د ۲۰۲۳ کال د می د میاشتې د پولیو ضد کمپاین

د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وايي چې د کوچیانو د پسرلنۍ سفر پر مهال به هڅه وشي چې د هغوي ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین شي.

معمولاً د پسرلي په راتګ سره د افغانستان په جنوبي ولایتونو کندهار، هلمند، زابل، ارزګان او غزني کې زرګونه کوچيان موسمي څړځایونو ته کډه کوي، چې سږکال هم دغه بهېر له تیرې میاشتې راهیسې پیل شوی.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وايي چې دوی د نورو روغتیايي خدمتونو تر څنګ، د کوچیانو ماشومانو واکسین ته هم ځانګړې پاملرنه کوي.

د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”د کوچیانو ماشومانو ته د ګرځنده ټیمونو په واسطه هم د هغوی په مینو کې او هم په لویو لارو کې واکسین تطبیق کیږي، تر څو د پولیو ناروغۍ په وړاندې وقایه شي.

په کابل کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”د کوچیانو په ګدون ټول هغه ماشومان چې له یوه ځایه بل ځای ته سفر کوي، کولای شي له ځانه سره د پولیو ویروس انتقال کړي. د پولیو د له منځه وړلو پروګرام هڅه کوي چي هغوی واکسین کړي او د پولیو ویروس د خپریدو مخه ونیسي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو کلونو کې وچکالي او یو شمېر نورو عواملو د کوچیانو په کډوالۍ اغیزه کړې، خو د سویلي ولایتونو په ځینو سیمو کې اوس هم ګڼ شمېر کوچیان په منظم ډول موسمي څړځایونو ته سفر کوي.

روغتیا پالان وایي چې د پولیو ویروس په آسانۍ سره د انتقال وړ دی، نو اړینه ده چې د سفر پر مهال ټولو له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.