روغتیايي چارواکي: خوست کې د پولیو واکسین د تطبیق په وړاندې ستونزې نشته

انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

په خوست کې د طالبانو د حکومت روغتیایي مسؤولین وایي چې پدې ولایت کې د پولیو واکسین د تطبیق پر وړاندې ټولې پرتې ستونزې هوارې شوي او هیڅ ډول کمبودي نه ترسترګو کیږي.

په خوست کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست مرستیال، ډاکټر ګل محمد‌الدین وایي چې د واکسین د تطبیق بهیر په سمه توګه روان دی او د واکسین د اکمال په برخه کې هم د پام وړ ستونزه نه لیدل کیږي.

ډاکټر ګل محمد‌الدین امریکا غږ ته وویل: ”موږ د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې کومه ستونزه نلرو. له کابل څخه هم د واکسین اکمالات په ټاکلي وخت ترسره کیږي او د انډول په پام کې نیولو سره ټولو ولسوالیو ته لیږدول کیږي.“

نوموړي زیاته کړه، د خوست ولایت واکسیناتوران د منظم پلان له مخې ټولو لرو پرتو سیمو ته ځانونه رسوي او له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسینوي.

د ښاغلي ګل محمد‌الدین په وینا، دوی له اړوندو مسؤولینو سره د پرله پسې اړیکو نیولو له لارې توانیدلي چې په خوست ولایت کې د واکسین شويو ماشومانو د شمېر ګراف لوړ کړي.

بل لوري ته، د خوست یو شمېر اوسیدونکي هم د ګوزڼ واکسین د تطبیق له بهیر څخه راضي دي او دغه بهیر اغېزمن ارزوي.

د خوست د موسی خېلو د ولسوالۍ اوسیدونکي نصیب شاه امریکا غږ ته وویل: ”دا د خوشحالۍ ځای دی چې اوس د واکسین ټیمونه هر کلي او کور ته ځانونه رسوي او هر ماشوم ته د پولیو واکسین څاڅکي ورکوي.“

د ښاغلي نصیب شاه په وینا، اوس د پخوا په پرتله زیات مثبت بدلونونه راغلي او د واکسین د تطبیق په برخه کې هیڅ راز ستونزه نه لیدل کیږي.

په افغانستان کې د سیاسي بدلون له امله، شا او خوا شپږ میاشتې د پولیو واکسین د تطبیق بهیر ځنډیدلی ؤ، خو د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسیف اداری او نورو اړوندو روغتیایي بنسټونو په همکارۍ د پولیو ضد کمپاینونه بیا پیل شول، تر څو نږدې ۱۰ میلیونه ماشومان د یادې ناروغۍ پر وړاندې وقایه شي.