د پولیو مخنیوي لپاره فردي حفظ الصحه او د چاپیریال پاکوالی دواړه اړین دي- روغتیا پالان

د میدان وردګ ولایت په یو کلینیک کې د پولیو واکسین د تطبیق بر مهال اخیستل شوی انځور، د ۲۰۲۲ کال د "می" میاشت.

د میدان وردګ روغتیا پالان او دیني عالمان خلکو ته سپارښتنه کوي چې د چاپېریال پاک ساتنه او د نظافت رعایت کول ماشومان د بیلابیلو ناروغیو، په ځانګري توګه له ګوزن څخه ژغوري.

هغوی ټینګار کوي چې باید خپلو ماشومانو ته په ټاکلي وخت سره د گوزڼ ضد واکسین ورکړل شي، ترڅو کمکیان له دې خطرناکې ناروغۍ څخه په امن کې پاتې شي.

د ماشومانو د ناروغیو متخصصه، داکتره فریده وردګ پدې هکله امریکا غږ ته وویل: " په لومړي سر کې باید کورنۍ د ماشومانو روغتیا او پاکوالي ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د ګوزڼ واکسین د کمپاین پر مهال خپلو ماشومانو ته هرومرو واکسین تطبیق کړي."

نوموړې زیاته کړه، میندو ته پکار ده چې خپل ماشومان پاک وساتي، او که واکسیناتوران یې د کور شاته ورنشي نو باید هغوی نږدې جوماتونو او یا کلینیکونو ته بوځي، ترڅو د ګوزن له خطر څخه خوندي پاتې شي.

د چک ولسوالۍ اوسیدونکی حامد الله چې د دریو ماشومان پلار هم دی، پدې هکله داسې وایي: " که کورنۍ غواړي ماشومان یې روغ رمټ وي نو باید هغوی ته په ټاکلي وخت سره د کوزڼ ضد واکسین تطبیق کړي ترڅو له یو ناعلاجه ناروغۍ څخه وژغورل شي."

بل لوري ته، د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ یو دیني عالم، عبدالرحمن مدني بیا وایي چې نظافت د اسلام په سپیڅلي دین کې ځانګړی ځای لري، او ټولو خلکو ته امر شوی چې خپل ځان، کور او چاپیریال پاک وساتي ترڅو د پولیو په شمول د بیلابیلو ناروغیو مخه ونیول شي.

د ښاغلي مدني په وینا، د یو مسلمانان په توګه، د ګوزڼ د پراخیدو د مخنیوي لپاره فردی نظافت او د چاپیریال پاکوالي ته پاملرنه، زمونږ دیني او ایماني مسؤولیت دی.

د میدان وردګ ولایت روغتیا پالان خلکو ته سپارښتنه کوي او له کورنیو غواړي چې د خپل چاپیریال او ماشومانو روغتیا ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي او پدې توګه د پولیو ویروس د خپریدو په مخنیوي کې له دوی سره پراخه همکاري ولري.